فرهنګي ديپلوماسي د ولسونو د اړیکو په پراخولو کې مؤثر رول لوبوي

panah_admin
جمعه ۱۴۰۳/۶/۲۳ - ۱۴:۱۹
...

جمعه ( ۱۰ د ربيع الاول ۱۴۴۶ ) د اطلاعاتو او کلتور محترم وزير د فرهنګونو اتحاد د ناستې په څنډو کې د روسیې هیواد د کلتور له وزيرې اولګا لوبیمووا سره کتلي.

آغلې لوبیمووا د افغانستان پلاوي ته د فرهنګونو اتحاد غونډې ته د ښه راغلاست ترڅنګ د اړیکو په پیاوړتیا ټینګار وکړ، او ورته فرهنګی غونډې یې د دواړو هيوادونو د فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا لپاره د خبرو اترو ښه فرصتونه وبلل.

د روسیې هیواد د کلتور وزيرې افغانستان د لرغونو سیمو په لرلو سره د نړۍ تر ټولو غني هیواد یاد کړ او د افغانستان د ملي موزيم له کارکونکو يې د فرهنګي آثارو د ښې ساتنې له امله ستاینه وکړه او فرهنګي برخه کې يې د افغان ځوانانو د روزنې لپاره د روسیې هیواد لخوا آمادګي وښودله. 

نوموړې زیاته کړه؛ د نندارتونونو ترسره کول د دواړو هيوادونو ولسونو سره د یو بل د تاريخ او فرهنګ په پیژندنه کې مرسته کوي.

ورپسې د اطلاعاتو او کلتور وزير ښاغلي ملا خیرالله خیرخواه په خپلو خبرو کې دا ډول فرهنګي ناستې د دواړو هېوادونو د اړيکو د پراختيا لپاره مهمی وبللې او ويې ويل: بايد له دې فرصت څخه د سياسي او فرهنګي اړيکو د پراختيا لپاره اعظمي ګټه پورته شي.

ښاغلي خيرخواه زياته کړه؛ دا ډول فرهنګي کړنې د ‌دواړو هیوادونو ترمنځ د فرهنګي اړيکو د‌ همغږۍ لپاره زمينه برابروي، نوموړي روسيه د پراخې جغرافيې او متنوع فرهنګونو درلودونکی هيواد ياد کړ.

همدا راز ښاغلي خيرخواه وويل: افغانستان د ۵ زره کلن لرغوني تاريخ په درلودو سره، غني تاريخ او د اسلامي او نورو مختلفو دورو فرهنګي ميراثونو درلودونکی دی، نوموړي د دواړو هيوادونو تر منځ د فرهنګي او لاسي صنايعو نندارتونونو په جوړولو ټينګار وکړ، د اطلاعاتو او کلتور وزير د فرهنګونو د پېژندنې او اقتصادي پياوړتيا په برخه کې د توريزم صنعت رول مهم وبللو، سيلانيان يې د هيوادونو فرهنګي سفيران وبلل او زياته يې کړه؛ افغانستان له څلوېښت کلنو جګړو وروسته د سرتاسري امنیت په تامین سره دا مهال د ګڼ شمېر بهرنیو سيلانيانو کوربتوب کوي، چې سيلانيان په پوره ډاډ سره د افغانستان هر ګوټ ته د سياحت  په موخه سفرونه کوي.

۱۴۰۳/۶/۲۳ ھ ل

۲۰۲۴/۹/۱۳ ميلادي

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۵:۲۳
Background image

د (شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې) کتاب لوستنې سیالۍ پایلې اعلان شوې

لغمان د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د الصارم فکري او فرهنګي ادارې او د پوهنې امریت په ګډو همکاریو چې څه موده وړاندې په فرشغان ولسوالۍ کې د ۵۰۰ تنو ځوانانو ترمنځ د (شرعي نظام په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۵:۲۰
Background image

د ویناوالۍ له دوه میاشتني روزنیز پروګرام څخه لسګونه تنه ځوانان فارغ شول

دغه روزنیز پروګرام د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د دوو راډیو ګانو په همکارۍ جوړ شوی وو چې نن پای ته ورسید او فارغ شویو ځوانانو ته یې تصدیق پاڼې ورکړل شوې.
مسؤلینو وویل: د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۳:۵۵
Background image

فرهنګ څلور لارې کې د قرآنکریم او کتاب دری ورځنی نندارتون پرانیستل شو

سه شنبه (۱۴۴۷د شعبان ۲۹مه) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د قرآنکریم لیکلو او بیهقي کتاب خپرولو ریاست له لوري د خصوصي کتاب پلورنکو او خپرندویانو په همکارۍ د روژې. . .

BACK TO NEWS