فراه کې د (شرعي او سياسي دورې کتاب) سیالۍ پايلې اعلان شوې
د فراه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمریت له لوري د نهاوند علمي او فکري ادارې په همکارۍ د (شرعي او سیاسي دورې کتاب) سیالۍ چې څه موده مخکې جوړه شوې وه، پایلې اعلان او مخکښ ګډونوال یې وستایل شول.
د ځوانانو چارو آمر وويل: دغه سیالي چې څه موده وړاندې د ۱۶۰ تنو ځوانانو ترمنځ ترسره شوې وه، ۱۰ تنه مخکښ ګډونوال یې په مادي ډالیو وستایل شول.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د فراه ولایت د یو شمېر امارتي ادارو مسؤلینو د ځوانانو ترمنځ داسې سیالۍ ګټورې وبللې، د دوی په وينا؛ له دې لارې د مطالعې دود پیاوړي کېدو ترڅنګ د ځوانانو علمي ظرفیت لوړیږي، مسؤلینو له ځوانانو څخه وغوښتل، چې دغه ډول سیالۍ کې په پراخه کچه ګډون وکړي.
ګډونوالو د دغه سيالۍ جوړولو څخه خوښي څرګنده کړه او د ورته نورو سیالیو د جوړولو غوښتونکي شول.
۱۴۴۷/۴/۱ هـ ق
