فراه کې د خبريالانو د خونديتوب کمېټې د همغږۍ ناسته وشوه 

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۰ - ۱۰:۱۸
....

د فراه په اطلاعاتو او کلتور رياست کې د خبريالانو د خونديتوب کمېټې د همغږي ناسته وشوه، چې پکې د یاد رياست او خبريالانو د خونديتوب کمېټې مسؤلینو او د رسنيو مسؤلینو ګډون کړی وو.
د خبريالانو د خونديتوب کمېټې ولايتي مسؤل د ناستې موخه د خبريالانو او امارتي ادارو ترمنځ لا ښه همغږي رامنځته کول او ستونزو ته د حل لارې لټول وبلل او د اطلاعاتو او کلتور رياست له مسؤلينو څخه یې وغوښتل، چې د ولايتي ادارو د وياندويانو او خبريالانو ترمنځ د اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې همکاري لازیاته شي.
دغه راز د اطلاعاتو آمر د هر اړخيزې همکارۍ د ډاډ ترڅنګ زياته کړه؛ چې د ستونزو د رامنځته کېدو پر مهال له ولايتي ادارو سره په همغږۍ د خبريالانو ټولو ستونزو ته په وخت رسيدنه کېږي.
د یادونې وړ ده، چې د دغې ناستې په ترڅ کې د رسنيو د ستونزو او ننګونو ترڅنګ د يو شمير راډیوګانو د ځای او انټن د لېږد، سوداګريزو خبرتياوو او یو شمېر نورو اړینو موضوعاتو په اړه هم خبرې وشوې.

۱۴۴۷/۴/۱۹ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۸
Background image

د (لیلة القدر شهیدان) په نامه د کتاب مخکتنه ترسره شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د عامه کتابتونونو په تالار کې د قاري شمشاد حذیفه بریا له خوا د لیکل شوي (لیلة القدر شهیدان) کتاب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۵۶
Background image

د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو نندارتون ترسره شو

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د دغه ولایت د پوهنتون ریاست او د الکوثر فرهنګي او فکري ادارې په ګډو همکاریو، د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو یو ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۱۸
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

دوشنبه (۲۹ ربیع‌الثاني ۱۴۴۸) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې. . .

BACK TO NEWS