فاریاب کې له دولتي او خصوصي رسنیو سره د همغږۍ غونډه جوړه شوه

panah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۱ - ۱۵:۱۳
....

د فارياب ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست په انګړ کې د دولتي او خصوصي رسنيو او خپلواکو خبريالانو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ په موخه غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي شمس الدين محمدي وويل: د فاریاب ولايت د سيمه ييزو رسنيو له مسوولينو څخه هيله لرو، چې د سيمه ييزو ادارو فعاليتونه او لاسته راوړنې په پوره صداقت او امانتدارۍ سره تر پوښښ لاندې راولي، د نوموړي په وينا؛ رسنۍ کولاى شي، چې د خلکو اصیل کلتور او پوهاوی ته وده ورکړي.
همدا راز د اطلاعاتو آمر غلام محمد کريمي د غونډې ګډونوالو ته د خبريالانو لپاره د کارتونو د چاپولو، د غږيزو، تصويري ،چاپي رسنيو او يوټيوبرانو لپاره د جواز په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.
ورپسې د فارياب د خبريالانو د مصوونيت د کمېټې مشر ازاد بيک رسولي د ازادو خبريالانو په استازيتوب خپلې ستونزې او ننګونې وړاندې کړې او له مسوولينو څخه يې د اطلاعاتي دندو د ترسره کولو لپاره د ښه شرايطو او اسانتياوو د برابرولو غوښتنه وکړه او د اطلاعاتو او کلتور رياست له دايمي همکارۍ څخه يې خوښي څرګنده کړه.

۱۴۴۶/۳/۲۹ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۱۱ هـ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS