فارياب کې د امارت پېژندنې ازموينه واخیستل شوه

tawana_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۹ - ۱۵:۳۵
ii

سه شنبه ( ۲۴ د محرم الحرام ۱۴۴۶ ) د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د پوهنې ریاست سره په همغږۍ د شیرین تګاب ولسوالۍ له ۲۰۰ ځوانانو څخه په  امارت پېژندنې کتاب کې ازموينه واخیستل شوه.
د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي شمس الدین محمدي د مطالعې پر ارزښت او د اسلامي امارت پر تاریخ او کلتور پېژندلو خبرې وکړې او ځوانان يې وهڅول، چې په دې برخه کې زده کړو او څيړنو ته دوام ورکړي، نوموړي همداراز د دې سیالیو د استادانو او تنظیم کوونکو د هڅو ستاینه او مننه وکړه.
د ازموينې ګډونوالو د اطلاعاتو او کلتور  رياست له هڅو مننه وکړه او د نورو سياليو د جوړولو غوښتنه يې وکړه.

۱۴۰۳/۵/۹ ھ ل 
۲۰۲۴/۷/۳۰ ميلادي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۴۸
Background image

ننګرهار کې سېلانیانو لپاره ګڼې اسانتیاوې رامنځته کېږي

د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي ذبیح‌ اللّه نوراني د سیاحتي شرکتونو له مسؤلینو سره په ناسته کې وویل: ننګرهار د هېواد په کچه ځانګړې تاریخي او تفریحي سیمې لري او باید ترې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د کاپيسا د نجراب ولسوالۍ له تاریخي او سياحتي سیمو څخه لیدنه وشوه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مقام د دفتر رئیس مولوي احسان‌الله حسان د یو پلاوي په ملتیا د کاپيسا ولایت نجراب ولسوالۍ د سیلانیانو پر مخ د پرتو ستونزو د ارزونې په موخه د دې ولسوالۍ له. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۳:۳۶
Background image

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مرکزي ریاستونو د اجرائیه مدیرانو لپاره دری ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو

شنبه، د ۱۴۴۶هـ ق د ذوالحجه الحرام ۲۴ نېټه، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او ادارې چارو معینیت اړوند د کارکوونکو چارو ریاست د ادارې د پراختیا او ظرفیت لوړونې آمریت له لوري د. . .

BACK TO NEWS