غور کې د رسنيزو ستونزو د حل کولو په موخه له خبريالانو سره ناسته وشوه
د غور ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د رئیس مولوي عبدالحی زعیم په مشرۍ د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو سره د لا زیاتې همغږۍ رامنځته کولو او ستونزو حل کولو په موخه ناسته وشوه.
په دغه ناسته کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس د رسنيزو ستونزو اوریدو تر څنګ د رسنیو فعالیتونه وستایل او د شته ستونزو په حل یې ټینګار وکړ.
همدرانګه په ناسته کې د خبریالانو خوندیتوب کمیټې مسؤل د رسنیو د مسؤلینو او خبریالانو د ظرفیت لوړونې په موخه د روزنیزو پروګرامونو جوړولو خبر ويې ویل: په نږدې راتلونکي کې به د خبریالانو خوندیتوب کمیټې له لوري د اطلاعاتو او کلتور ریاست په همکارۍ د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو د ظرفیت لوړونې پروګرامونه جوړ شي.
۱۴۴۷/۳/۲۴ هـ ق
