غور کې د دولتي او خصوصي رسنيو مسؤلينو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه
نن دوشنبه (۱۱ د رجب المرجب ۱۴۴۵) غور ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور د رئیس مولوي عبدالحی زعيم په مشرۍ د دولتي او خصوصي رسنيو له مسؤلينو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي عبدالحی زعيم په خپلو خبرو کې د رسنیو پر ارزښت وغږېد، او د رسنيو له مسؤلينو يې وغوښتل چې د خلکو په ذهنيت جوړولو کې برخه واخلي او د اسلامي نظام د لاسته راوړنو، فعاليتونو په اړه خپرونې جوړې کړي، همدا ډول نوموړي وويل: د غور ولايت محلي ادارې او د اطلاعاتو او کلتور رياست د رسنيو تر څنګ دي او د اطلاع رسونې برخه کې ورسره هر ډول همکاري کوي.
