غزني کې (د ناسمو دودونو مخنیوی) په نوم مشاعره ترسره شوه
د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د دغه ریاست په انګړ کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په نوم مشاعره د سیمه ییزو مسوولینو، ادبپالانو، شاعرانو او لسګونو ځایي اوسېدونکو په ګډون ترسره شوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس الحاج ملا حمیدالله نثار د غونډې ګډونوالو ته د هرکلي ترڅنګ د مشاعرې د ارزښت، موخې او د ناوړه دودونو د زیانونو او پر ضد یې د مبارزې اړوند هر اړخیزې خبرې وکړې.
ښاغلي نثار وویل: رسنۍ، ادبیات او فرهنګي پروګرامونه کولی شي د منفي رواجونو په له منځه وړلو کې مهم رول ولوبوي، دا ډول مشاعرې نه یوازې د هنر د ودې لامل ګرځي، بلکې د ټولنیزو اصلاحاتو لپاره هم اغېزناک پیغام لري.
د مشاعرې په لړ کې د غزني ولایت د بېلابېلو سیمو شاعرانو خپل چمتو کړي شعرونه او ترنمونه د غونډې له ګډونوالو سره شریک کړل او د مینوالو له تاوده هرکلي سره مخ شول.
دغه راز د مشاعرې ګډونوالو ټینګار وکړ، چې دا ډول مشاعرې دې دوام ومومي، څو زموږ ولس د ناسمو دودونو پر ځای د شریعت په رڼا کې د خپل ژوند چارې ترسره کړي.
۱۴۴۷/۴/۲۵ ه.ق
