غزني کې د خط او خطاطي درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو
د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د دې ولایت د خطاطانو د ټولنې په همکارۍ د خط او خطاطي درې ورځنی نندارتون د یاد ریاست اړوند البیروني عامه کتابتون په تالار کې پرانېستل شو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا حمیدالله نثار د دغه نندارتون جوړولو څخه موخه د خطاطي هنر او فرهنګ ته د ځوانانو توجه جلبول یاد کړل او ویې ویل: په دې نندارتون کې د بېلابېلو سبکونو نږدې ۳۰ هنري او خطاطي آثار نندارې ته وړاندې شوي دي.
ښاغلي نثار زیاته کړه؛ د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اسلامي او افغاني کلتور ملاتړ ته ژمن دی، کوښښ کوي، ترڅو د دې ریاست ښوونیز مرکز کې ځوانانو لپاره د نورو زده کړییزو پروګرامونو ترڅنګ د خطاطۍ هنر زده کړې زمینه هم برابره کړي.
د غزني د خطاطانو ټولنې مسؤل وایي: د دغه نندارتون جوړول د هنرمندانو د تشویق او د خطاطۍ هنر د ودې لپاره د ټولنې فرهنګي اړتیا ده، باید داسې پروګرامونه جوړول دوام پیدا کړي.
۱۴۴۷/۳/۱۱ هـ ق
