غزني کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۰:۲۶
..

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د غزني ولایت مقام کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. په دې غونډه کې د جهادي اثارو د ساتنې عمومي رئیس مفتي محمد طاهر احمد، د جهادي اثارو او اسنادو د ثبت رئیس قاري احمدالله سعید خوستي، د سیمه‌ ییزو ادارو مسؤولینو او یو شمېر جهادي شخصیتونو ګډون کړی و.
په پیل کې، د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ملا حمیدالله نثار ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د دې غونډې د جوړېدو د اهمیت او ارزښت په اړه یې هر اړخیزې خبرې وکړې.
وروسته د جهادي اثارو د ساتنې عمومي رئیس مفتي محمد طاهر احمد وویل: د امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د شفاهي لارښوونې پر بنسټ، دغه غونډې د لومړي ځل لپاره له کندهار ولایت څخه پیل شوې او ټاکل شوې ده، چې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شي. ښاغلي احمد زیاته کړه، چې اسلامي نظام د الهي نصرت او د افغان مجاهد ملت د ډېرو قربانیو په پایله کې حاکم شوی او له همدې امله د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په پام کې لري، چې د هېواد په ځینو ولایتونو کې د جهادي اثارو د ساتنې موزیمونه جوړ کړي، ترڅو راتلونکي نسلونه له دغو قربانیو څخه خبر شي.
نوموړي د جهادي اثارو د ساتنې عمومي ریاست د جوړېدو موخه د تېرو شلو کلونو له جهاد سره د اړوندو ټولو شهیدانو د ژوندلیکونو او سوانحو په مستند ډول راټولول او ساتل یاد کړل، ترڅو راتلونکو نسلونو ته په خوندې توګه انتقال شي.
ورته مهال د جهادي اثارو او اسنادو د ثبت رئیس قاري احمدالله سعید خوستي او د ولایت مقام مرستیال مولوي سردار محمد مدني هم د موضوع په اړه خبرې وکړې او د تېرو شلو کلونو جهاد یې نه هېرېدونکې تاریخ وباله.
همدارنګه ښاغلي خوستي د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح کړ او له ټولو ګډونوالو څخه یې وغوښتل، چې د غزني ولایت له بېلابېلو سیمو څخه د مجاهدینو خاطرې او کارنامې او د شهیدانو سوانح راټولې او د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د جهادي اثارو د ساتنې آمریت ته یې وسپاري.

نېټه: ۱۴۴۸/۴/۲۲ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۲۳
Background image

د ازبکستان ډیپلوماټیک پلاوي له غزني ولایت څخه لیدنه وکړه

د ازبکستان جمهوریت د سفارت مرستیال بهادر تاشمانوف، چې د دغه هېواد د مسلمانانو د ادارې مرستیال شیخ حامدجان ایشمت‌بیکوف یې هم ملتیا کوله، غزني ولایت ته د سفر په لړ کې د غزني له والي ملا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۱۱
Background image

د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د رسنیو له مسولینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
په دې ناسته کې له مسؤلینو سره د رسنیو پر وړاندې شته ستونزې، د خبریالانو غوښتنې او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۴:۵۵
Background image

غور کې د (غنم ګل) په نوم مشاعره ترسره شوه

د غور ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د شعر او ادب د درناوي، د فرهنګي شتمنیو د پیاوړتیا او د بزګرانو د ملاتړ په موخه د (غنم ګل) په نوم مشاعره ترسره کړه، چې پکې د سیمه‌ییزو ادارو. . .

BACK TO NEWS