غزني ولايت ته د بهرنیو سيلانیانو راتګ زیات شوی
په هېواد کې د ا.ا.ا. د راتګ سره غزني او يو شمېر نورو ولایتونو ته د بهرنيوسیلانیانو راتګ زیات شوی.
په دې اړه د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا حمیدالله نثار وایي: په تېره یوه میاشت کې دغه ولایت ته ۷۷ بهرني سیلانیان راغلي او د دغه ولایت له تاریخي آبدو، لرغونو سمیو او طبعي ښکلاو څخه یې لیدنه کړې ده.
د ښاغلي نثار په خبره، یاد سیلانیان د آمریکا، کاناډا، برازیل، چین، روسیې، پاکستان، ایران، هند او یو شمېر نورو اروپایي هېوادونو وګړي وو.
د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسئولین وایي، چې له بهرنيو سیلانیانو سره په دغه ولایت کې د یاد ریاست د ګرځندوی او افغانتور شرکت کارکوونکي سیمو ته ځي او د غزني د تاریخي آبدو، لرغونو سیمو او طبعي ښکلاو په هکله له دوی سره معلومات شریکوي.
۱۴۴۵/۴/۸ هـ ق
۱۴۰۲/۷/۱ هـ ش
