صنوف رایگان برای جوانان در ریاست اطلاعات و فرهنگ هرات آغاز شد
دوشنبه ( ۲۵ ذوالقعده ۱۴۴۵ ) د ھرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسؤلين وايي: د هرات ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو لپاره د کمپیوټر، لومړنۍ مرستو او ويناوالۍ په برخه کې وړیا درسونه پیل کړه.
داطلاعاتو آمر فريد احمد ايوبي وويل: ټول ځوانان بايد په بېلابېلو برخو کې زده کړې وکړي او ډېر کارونه زده کړي، ځکه د افغانستان راتلونکی د ځوانانو په لاس کې دی، ھمداراز يې له دوی وغوښتل، چې علوم په ښه ډول زده کړي او ګټه تری پورته کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو آمر عبدالمتین عادل وویل: هڅه کوي، چې د ځوانانو د ظرفیت د لوړولو په موخه نور فعالیتونه هم ترسره کړي.
د يادونې وړ ده، چې د هرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو امريت له خوا د ويناوالۍ په برخه کې ۱۳۰ ځوانانو ته وړيا زده کړې ورکړل شوې دي.
۱۴۰۳/۳/۱۴ ھ ش
۲۰۲۴/۶/۳ ميلادي
