شبرغان کې له تاريخي سيمو څخه څارنه وشوه

د جوزجان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د لرغونو ساحو او تاريخي آبداتو د څارنې په دوام دا ځل د طلا تپې، يومشک تپې او التيګرمن تپې څخه چې اوږده تاريخي مخينه لري، څارنه وشوه.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست رئيس مولوي سيف الدين معتصم وايي: تاريخي او لرغوني ځايونه د هېواد د تاريخ او فرهنګ ښکارندوی دي او ساتنه يې د دوی له لومړيتوبونو څخه ده، چې په همدې موخه يې له دې سيمو څخه ليدنه او څارنه ترسره کړه، تر څو د خپلسرو کيندنو څخه يې مخنيوی وشي.
د نوموړي په وينا؛ تېر کال په يو شمېر تاريخي سيمو کې د غير مسوولو کسانو لخوا د دغو تاريخي سيمو د کيندلو هڅې شوي، چې د امنيتي ځواکونو په همکارۍ نيول شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.
د ښاغلي معتصم دڅرګندونو له مخې، د تاريخي سيمو د ساتنې لپاره يو لړ پلانونه تر لاس لاندې لري، چې په پلي کولو سره به يې د يادو سيمو ساتنه کې اسانتياوې رامنځته شي، تر څنګ به يې د تاريخي سيمو څخه د څارنې لړۍ هم دوام لري.
۱۴۴۶/۱/۲۸ ھ ق
۱۴۰۳/۵/۱۳ ھ ل