شاعرانو، نعت ویوونکو، د رسنیو مسؤلینو او لیکوالانو ته د مشاعرو تنظیم قانون د تشریح په موخه یو ورځنی سمینار تر سره شو

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۳۷
..

د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په انګړ کې شاعرانو، نعت ویوونکو، د رسنیو مسؤلینو او لیکوالانو ته د مشاعرو تنظیم قانون د تشریح په موخه یو ورځنی سمینار وړاندې شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: دغه سیمینار د مشاعرو تنظیم قانون د تشریح په موخه جوړ شوی دی، ترڅو ټولو جوړېدونکو مشاعرو کې یاد قانون په پوره توګه  پلي شي، نوموړي له شاعرانو، نعت ویوونکو، د رسنیو مسؤلینو او لیکوالانو څخه وغوښتل چې د خپل قلم او ژبې په وسیلې د ټولنې د اصلاح لپاره په پوره اخلاص سره کار وکړي.
د سیمینار په لړ کې د هلمند د فرهنګ او ګرځندوی آمر د مشاعرو تنظیم قانون تشریح کړ او ویې ویل: په یاد قانون کې شاعرانو، نعت ویوونکو او لیکوالانو ته ځانګړې لارښوونې شوې دي.
دغه راز د اطلاعاتو آمر د رسنیو مسؤلینو، خبریالانو، قلموالو مبارزینو او ځوانانو ته د اسلامي قوانینو په رڼا کې د رسنیزو چارو اړوند یو شمیر سپارښتنې وکړې او ویې ویل: لیکوالان او د رسنیو مسؤلین باید د اطاعت، نرمه ژبه، قوي استدلال او د تعصب څخه ډډه کول سره سمبال وي.
د شاعرانو په استازیتوب محمد اسماعیل شریعت یار وویل: شعر او شاعري د ټولنې لپاره تر سره کېږي نو باید د یوې ځانګړې کړنلارې په رڼا کې تر سره شي، تر څو د ټولنې اصلاح په ښه ډول سره وشي، همداراز نوموړي د شاعرانو او نعت ویوونکو یو شمېر غوښتنې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له مسؤلینو سره شریکې کړې، چي د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسؤلینو له لوري د بشپړې همکارۍ ډاډ څرګند شو.
د یادونې وړ ده، چې د غونډې په لړ کې شاعرانو او نعت ویوونکو له لوري نعتونه، ترانې او شعرونه هم ګډونوالو ته واورول شول.

۱۴۴۷/۱۱/۸ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۶:۶
Background image

بدخشان کې د مطالعې فرهنګ د پراختیا هڅې روانې دي

د بدخشان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کتاب اوونۍ په مناسبت د فرهنګي بنسټونو په همکارۍ زیباک ولسوالۍ کې د مطالعې فرهنګ د عامولو په موخه د کتابونو نندارتون جوړ شو.
د اطلاعاتو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۳:۱۴
Background image

د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د یو پلاوي په مشرۍ اندخوی ولسوالۍ ته سفر وکړ

د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د یو پلاوي په مشرۍ اندخوی ولسوالۍ ته د سفر په لړ کې د رسنیو مسؤلینو سره ولیدل او د اندخوی ولسوالۍ له عامه کتابتون څخه یې لیدنه وکړه.
د اطلاعاتو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۲:۱۵
Background image

د کتابونو ارزونه او د لیکوالانو د حقوقو ساتنه

د تیر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې د کتاب ارزونې کمېسیون له لوري(۱۵۵۲۵) ټوکو صادره او وارد شویو کتابونو ارزونې ترڅنګ د (۳۷۰) ټوکو بېلابېلو لیکل شویو کتابونه ارزونه هم شوې ده.
له خصوصي کتاب. . .

BACK TO NEWS