سیاحت د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اړیکو په پراختیا او پیاوړتیا کې مهم رول لري

panah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۳۰ - ۱۳:۲۴
سیاحت

شنبه ( ۱۳، صفر، ۱۴۴۶ هـ ق) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معین مولوي قدرت الله جمال د ازبکستان د ګرځندوی له وزیر امید شادیف سره وکتل.
په پیل کې مولوي قدرت الله جمال کابل ته د دوی سفر مهم وباله او دغه سفر یې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا په برخه کې یو نوی پيليز ګام یاد کړ هغه زیاته کړه: افغانستان او ازبکستان مذهبي، تاریخي او کلتوري مشترکات لري چې زموږ لپاره مهم دي.
همدارنګه ښاغلي جمال د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګرځندوى د صنعت پر پياوړتيا او ودې ټينګار وکړ او زياته يې کړه: افغانستان له څلورو لسيزو جګړو وروسته اوس امنيت او ثبات لري، په هېواد کې د کورني او بهرني ګرځندوى د ودې لپاره مناسب فرصت رامنځته شوى دى چې په وروستیو کې څه د پاسه اته میلیونه کورني او ۶۱۵۸ تنو بهرنیو سیلانیانو د هېواد له بېلا بېلو سیمو څخه لیدنه کړې ده.
ورپسې د ازبکستان د ګرځندوی وزیر امید شادیف په خپلو خبرو کې د سیاحت د صنعت په برخه کې د لاسته راوړنو د شریکولو په موخه د دغه هېواد د هر اړخیزو همکاریو په اړه وعده وکړه او ډاډ یې ورکړ چې سیاحت همکاري او دوستي پیاوړې کوي.
ښاغلي شادیف د ازبکستان د ګرځندوی وزیر د روان کال په نومبر میاشت کې په هغه هیواد کې د ګرځندوی په اړه د یوې غونډې د جوړولو په اړه معلومات ورکړل او د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته یې بلنه ورکړه چې په دې غونډه کې ګډون وکړي. 

۱۴۰۳/۵/۲۷ ه‍ ل
۲۰۲۴/۸/۱۷ میلادي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۴۸
Background image

ننګرهار کې سېلانیانو لپاره ګڼې اسانتیاوې رامنځته کېږي

د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي ذبیح‌ اللّه نوراني د سیاحتي شرکتونو له مسؤلینو سره په ناسته کې وویل: ننګرهار د هېواد په کچه ځانګړې تاریخي او تفریحي سیمې لري او باید ترې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د کاپيسا د نجراب ولسوالۍ له تاریخي او سياحتي سیمو څخه لیدنه وشوه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مقام د دفتر رئیس مولوي احسان‌الله حسان د یو پلاوي په ملتیا د کاپيسا ولایت نجراب ولسوالۍ د سیلانیانو پر مخ د پرتو ستونزو د ارزونې په موخه د دې ولسوالۍ له. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۳:۳۶
Background image

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مرکزي ریاستونو د اجرائیه مدیرانو لپاره دری ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو

شنبه، د ۱۴۴۶هـ ق د ذوالحجه الحرام ۲۴ نېټه، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او ادارې چارو معینیت اړوند د کارکوونکو چارو ریاست د ادارې د پراختیا او ظرفیت لوړونې آمریت له لوري د. . .

BACK TO NEWS