سمنګان کې د امارت پېژندنې سيالۍ غوره ګډونوال وستايل شول

tawana_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۲ - ۹:۵۲
مخنتد

د سمنګان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست اړوند د ځوانانو چارو آمريت له لوري له شاوخوا ۴۰۰ تنو زده کړيالانو، زده کوونکو او ځوانانو څخه د امارت پېژندنې سيالۍ ازموینه اخېستل شوې وه، چې پايلې يې د ځايي مسؤلینو او د سيالۍ د ګډونوالو په شتون کې اعلان او لس تنه غوره ګډونوال يې د ډاليو په ورکولو وستایل شول.
د هنر او فرهنګ آمر عبدالخلیل جاوید وویل: ټولنه هغه وخت پرمختګ کوي، چې ځوان قشر له کتاب لوستنې سره علاقه ولري او خپل وخت په تعليم ترلاسه کولو مصرف کړي، په اسلامي ټولنه کې د مطالعې په برخه کې سيالۍ ترسره کول، د ځوان قشر ديني روحيه تقويه کوي او له دوی سره مرسته کوي، چې په سم درک سره ديني مسايلو ته لاسرسی ولري.
 د یادونې وړ ده، چې د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري لومړي مقام ګټونکي ته کمپيوټر، دوهم مقام ګټونکي ته موبایل، دريم مقام ګټونکي ته لاسي ساعت او تر لسم مقام ګټونکو پورې لباسونه ووېشل شول.

۱۴۴۶/۵/۱۰ هـ ق
۱۴۰۳/۸/۲۲ هـ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS