سمنګانو کې د رسنیو او حکومت د ګډې کمېټې لومړۍ غونډه جوړه شوه

panah_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۳۰ - ۱۵:۸
..

د سمنګان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د خبريالانو د خونديتوب کميټې په همکارۍ دې ولايت کې د رسنيو او حکومت د ګډې کميټې لومړۍ ناسته د ياد رياست د رئيس، د ولايت د وياند، د خبريالانو د خونديتوب کميټې د مسؤل، خبريالانو او د رسنيو د استازو په ګډون جوړه کړه.
په پيل کې د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي فيروز الدين منيب د ټولنې په پياوړتيا کې د اطلاعاتو او کلتور پر اهميت ټينګار وکړ او ويې ويل: رسنۍ بايد د عامه پوهاوي په لاره کې کار وکړي.
ورپسې د خبريالانو د خونديتوب کميټې مسؤل عبدالطیف سهاک د رسنيو او حکومت د ګډې کميټې په جوړولو او فعاليتونو هر اړخيزې خبرې وکړې.
په پای کې د يو شمېر رسنيو مسؤلینو او خبريالانو خپل وړانديزونه، غوښتنې او ستونزې شريکې کړې، چې د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري يې د حل کولو ډاډ ورکړل شو.

۱۴۴۶/۴/۱۸ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۳۰ هـ ل

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

کندوز کې د کتاب نندارتون جوړ شو

د کندوز ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د هنر او فرهنګ آمریت لخوا د کتاب یو ورځنی نندارتون جوړ شو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي گل‌ محمد الیاس د کتاب پر ارزښت او مقام خبرې وکړې او له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۵:۴۸
Background image

د شمالي ولایتونو یو شمېر ځوانانو سمنګان ولایت ته علمي سفر وکړ

د فاریاب، جوزجان او بلخ ولایتونو یو شمېر ځوانانو د فکرونو د تبادلې، د ملي یووالي د پیاوړتیا، او د علمي او فرهنګي شخصیتونو سره د پیژندنې په موخه د سمنګان ولایت ته سفر وکړ او د ځوانانو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۵:۴۲
Background image

نیمروز کې د ناسمو رواجونو د مخنيوي په اړه د عامه پوهاوي سمینار ترسره شو

د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست لخوا د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ۱۶/۹/۱۴۴۶ نیټې د (۱۷ مې) ګڼې فرمان چې د خیښۍ، ودونو، مصیبتونو او د حج او عمرې څخه د راستنیدو. . .

BACK TO NEWS