سلګونه ځوانان بېلابېلو برخو کې له زده کړو څخه فارغ شول

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۲:۱۳
...

د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د (YHDO) مؤسسې په همغږۍ په ٤مه ښونیزه دوره کې ۵۰۰ تنه ځوانان له بېلابېلو تعلیمي او حرفوي زده کړو څخه فارغ کړل، چې له ډلې څخه یې ۱۰۰ تنه هغه ځوانان چې حرفوي زده کړې یې بشپړې کړې وې وستایل شول او د یو میلیون افغانیو په ارزښت د کار وسایل (کیټونه) ورکړل شول، ترڅو وکولای شي، په عملي توګه خپل مسلکي فعالیتونه پیل کړي.
د مسؤلینو په خبره؛ د ځوانانو پر ظرفیت لوړونه پانګونه د هېواد د دوامدار پرمختګ بنسټ جوړوي او دا ډول پروګرامونه د بېکارۍ  کچې کمولو او د ځوانانو په ځان بساېنې په برخه کې مهم رول لري.
مسؤلینو د (وای اېچ ډي او) مؤسسې له همکارۍ څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست به د ځوانانو د ملاتړ، مهارت او‌ پرمختګ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

۱۴۴۷/۷/۱۰ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۵
Background image

اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسؤلینو زده کوونکو سره (د ځوانانو مسووليتونو) په نوم ناسته وکړه

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د ياد رياست اړوند ښوونیز مرکز له ګڼ شمېر زده کوونکو سره (د ځوانانو مسؤلیتونو) په نوم ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې د اطلاعاتو آمر د اصیل افغان. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۳۴
Background image

د اندونیزیا سفیر د بامیانو عامه کتابتون ته ١٥٠ ټوکه کتابونه ډالۍ کړل

د اندونیزیا جمهوریت سفیر ډاکټر نندا آوالیست، د یوه پلاوي په ملتیا د بامیانو ولایت له عامه کتابتون څخه لیدنه وکړه او یاد کتابتون ته یې ۱۵۰ ټوکه کتابونه ډالۍ کړل.
ډاکټر نندا آوالیست د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د ګرځندوی او هوټلدارۍ انسټیټیوټ او د تحصیلي مشورتي خدمتونو شرکتونو اتحادیې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

شنبه (د ۱۴۴۷/ ربیع‌الثاني/۲۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا ریاست اړوند د ګرځندوی او هوټل‌دارۍ انسټیټیوټ او د تحصیلي مشورتي. . .

BACK TO NEWS