سرپل کې وياندویانو او مطبوعاتي مسؤولينو ته جوړ شوی ښوونيز سيمينار ترسره شو

wares_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۹ - ۱۴:۱
....

د سرپل ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري ددې ولايت د دولتي ادارو مطبوعاتي مسؤولينو او وياندویانو ته جوړ شوی درې ورځنی ښوونيز سيمينار ترسره شو.
یاد سيمينار د دولتي ادارو د مطبوعاتي مسؤولينو او وياندویانو د مسلکي کولو لپاره د راپور ليکنې، تصوير اخستنې او د اطلاعاتو د خپرولو په برخه کې د مسلکي زده کړو ورکولو لپاره جوړ شوی وو.
د سرپل د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي عبدالغفار حقنما وويل: د ياد سيمينار څخه يې موخه د دولتي ادارو د مطبوعاتي مسؤولينو او وياندويانو مسلکي کول وو، نوموړي له دوی څخه غوښتنه وکړه، چې د اطلاع رسونې پر مهال د اسلامي نظام ښه تصوير تر نړيوالو ورسوي او د خبرونو او راپورونو د جوړولو پر مهال ملي ګټې په پام کې ونيسي.
 د سيمينار ګډونوالو د اطلاعاتو اوکلتور رياست څخه د داسې مسلکي سيمينار د ترسره کولو له امله مننه وکړه، او ياد سيمينار يې د مسلکي کولو په برخه کې ډېر ګټور وباله.

۱۴۴۵/۶/۲۶ هـ ق
۱۴۰۲/۱۰/۱۸ هـ ش

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۳۳
Background image

سرپل کې د امام‌ زاده یحیی بن زید شهید زیارت د احاطوي دېوال د جوړولو چارې پیل شوې

د سرپل ولایت اړوند د امام‌ زاده یحیی بن زید شهید زیارت د احاطوي دېوال د جوړولو چارې، چې ۷۰ متره اوږدوالی او ۲.۵ متره لوړوالی لري، د څه باندې ۳۰۰ زره افغانیو په ارزښت، د سرپل د اطلاعاتو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۳۱
Background image

فاریاب کې (د اسلامي نظام په ټینګښت او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو ریاست له لوري، د یو شمېر سیمه‌ ییزو ادارو د مسؤولینو په شتون کې ۲۵۰ تنو ځوانانو ته (د اسلامي نظام په ټینګښت او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د ده ‌سبز ولسوالۍ په ګڼو سیمو کې د ۱۷ مې ګڼې فرمان اړوند بینرونه نصب شول

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کابل ولایت په ده ‌سبز ولسوالۍ کې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷ مې ګڼې فرمان اړوند ګڼ شمېر بینرونه نصب شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسؤلینو په. . .

BACK TO NEWS