سرپل کې سلګونو ځوانانو ته د وړیا زده کړو زمينه برابره شوې

tawana_admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۳ - ۹:۲۱
..

سرپل ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د ځوانانو چارو آمريت اړوند ښوونيز مرکز کې سلګونه ځوانانو ته د وړيا زده کړو پروګرامونه پيل شول.
 د سرپل ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا عبدالغفار حقنما وايي: د ښوونیزو پروګرامونو د پیل کولو له لارې د سرپل ځوانانو ته د تعليم ترلاسه کولو لپاره زمينې برابرولو ته ژمن دي، نوموړي زياته کړه، د افغانستان د اسلامي امارت يوه اساسي تګلاره د هيواد ټولو ځوانانو ته د پوهې زمينه برابرول دي.
يو شمېر ځوانان چې د سرپل ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست په وړيا ښوونيز مرکز کې روزل کېږي، د اطلاعاتو او کلتور له رياست څخه مننه وکړه او د نورو ښوونيزو پروګرامونو د ترسره کولو غوښتنه يې وکړه.
د يادونې وړ ده، چې ددې ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ښوونيز مرکز له بېلابېلو کورسونو څخه سلګونه تنه ځوانان فارغه شوي دي.

۱۴۰۳/۵/۱۳ ھ ل 
۲۰۲۴/۸/۳ ميلادي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۴۸
Background image

ننګرهار کې سېلانیانو لپاره ګڼې اسانتیاوې رامنځته کېږي

د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي ذبیح‌ اللّه نوراني د سیاحتي شرکتونو له مسؤلینو سره په ناسته کې وویل: ننګرهار د هېواد په کچه ځانګړې تاریخي او تفریحي سیمې لري او باید ترې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د کاپيسا د نجراب ولسوالۍ له تاریخي او سياحتي سیمو څخه لیدنه وشوه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مقام د دفتر رئیس مولوي احسان‌الله حسان د یو پلاوي په ملتیا د کاپيسا ولایت نجراب ولسوالۍ د سیلانیانو پر مخ د پرتو ستونزو د ارزونې په موخه د دې ولسوالۍ له. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۳:۳۶
Background image

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مرکزي ریاستونو د اجرائیه مدیرانو لپاره دری ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو

شنبه، د ۱۴۴۶هـ ق د ذوالحجه الحرام ۲۴ نېټه، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او ادارې چارو معینیت اړوند د کارکوونکو چارو ریاست د ادارې د پراختیا او ظرفیت لوړونې آمریت له لوري د. . .

BACK TO NEWS