سرپل کې د خبريالانو د خونديتوب کميټې، د رسنيو له مسؤلينو او خبريالانو سره د همږغۍ غونډه وشوه

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په همکارۍ د سرپل ولایت د مرستیال والي، د اطلاعاتو او کلتور رئیس، د امنیه قوماندانۍ د ویاند او د امر المروف او نهي عن المنکر رياست د استازي په حضور کې د خبریالانو، او رسنیو له مسوولینو سره د همغږۍ غونډه وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس ملا عبدالغفار حقنما د رسنيو او خبريالانو له هڅو او همکاريو څخه خوښي څرګنده کړه او ويې ویل: د اسلامي امارت په راتلو سره دې ولايت کې د رسنيو او دولت ترمنځ هېڅ ډول ستونزه نه ده رامنځته شوې، د اطلاعاتو او کلتور رياست له رسنيو او خبريالانو څخه د اطلاع رسونې په برخه کې ملاتړ کوي.
د انبير راډيو مسؤل حبیب الله قیومي د دولتي ادارو د مسؤلينو له لوري د معلوماتو شريکولو او همکاريو له امله مننه وکړه او له مسؤلينو يې وغوښتل چې د رسنيو ستونزو ته رسيدګي وکړي.
د يادونې وړ ده، چې سرپل ولايت کې څلور خصوصي او يوه دولتي راډيو او يوه چاپي اونيزه فعاليت کوي.
۱۴۴۶/۴/۱۸ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۳۰ هـ ل