سرپل کې د امارتي ادارو ویاندویانو او د رسنیو مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ناسته وشوه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۲۰
..

د سرپل اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د اطلاع رسونې بهیر کې د همغږۍ پیاوړتیا، انسجام او د ا.ا.ا نشراتي اصولو په رڼا کې د رسنیزو خپرونو د کیفیت لوړولو په موخه د امارتي ادارو ویاندویانو، خبریالانو او د رسنیو مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د ویاندویانو او رسنیو ترمنځ پر دقیقې همغږۍ ټینګار وکړ او ویې ویل: رسنۍ باید په خپلو خپرونو کې د ا.ا.ا د نشراتي اصول او پالیسۍ مراعات کړي او د نظام د لاسته راوړنو او فعالیتونو په انعکاس کې مسؤلانه او صادقانه هڅې ترسره کړي.
دغه راز د سرپل ولایت مقام ویاند د معلوماتو رسونې په برخه کې د لا زیاتې همغږۍ پر اړتیا ټینګار وکړ او ډاډ یې څرګند کړ، چې د ولایت مقام به د اصولو او قوانینو په چوکاټ کې د رسنیو هر اړخیز ملاتړ وکړي. نوموړي د واقعیتونو په انعکاس کې د رسنیو رول مهم او اساسي وباله.
 د اطلاعاتو آمر د دې ولایت د رسنیو له فعالیتونو څخه د مننې کولو ترڅنګ د خپرونو د کیفیت ښه والي، د مسلکي اصولو رعایت او د دقیقو او باوري معلوماتو د وړاندې کولو لپاره پر لا ډېرو هڅو ټینګار وکړ.
دغه ناسته له رسمي سرچینو څخه د معلوماتو له ترلاسه کولو پرته د غیرمسؤلانه او خپل‌سرو خپرونو د مخنیوي په اړه د نظرونو اوړاندیزونو له شریکولو وروسته پای ته ورسېده.

۱۴۴۷/۱۱/۱۱هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۵۱
Background image

کاپیسا کې د نجراب او حصه اول کوهستان ولسوالیو د ښوونځیو نوښتګر زده کوونکي وستایل شول 

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د نجراب او حصه اول کوهستان ولسوالیو د خصوصي ښوونځیو نوښتګر زده کوونکي چې د ترنم، خطاطۍ، نقاشۍ او صنعتي وسایلو په برخو کې یې نوښتګر فعالیتونه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۳
Background image

د هنر او فرهنګ معین دهیواد د نامتو لیکوال او څیړونکي استاد محمد اصف صمیم عیادت وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معین مولوي عتیق الله عزیزي د هېواد نوميالي لیکوال، څېړونکي او نقاد استاد محمد اصف صمیم د لیدو او پوښتنې لپاره د هغه کور ته ورغلی و.
د هنر او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴
Background image

زرنج ښار کې لسګونو تنو زده کوونکو ته د (مطالعې ارزښت) په نامه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د نیمروز اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د وړیا ښوونیز مرکز لسګونو تنو زده کوونکو ته د (مطالعې ارزښت) په نامه روزنیز سیمینار وړاندې شو.
د نیمروز اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي حبیب‌الله. . .

BACK TO NEWS