زرنج ښار کې سلګونو تنو ته د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د عامه پوهاوي په موخه سیمینار وړاندې شو
د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د عامه پوهاوي د هڅو په لړ کې، د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظهالله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه، چې د (خوښۍ، خفګان او حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناوړه دودونو د مخنیوي) په موخه صادر شوی دی، د زرنج ښار کې سلګونو تنو زده کوونکو او طالب العلمانو ته د عامه پوهاوي سیمینار وړاندې شو.
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي حبیبالله الهام وویل: په دغه سیمینار کې د فرمان ټولې برخې او موخې ګډونوالو ته بیان شول او په ټولنه کې د فرمان د عملي کېدو د اهمیت په اړه لازم معلومات وړاندې شول؛ نوموړي له زدهکوونکو څخه وغوښتل چې د ټولنې د اصلاح او د عامه پوهاوي په برخه کې خپل اغېزمن رول اداء کړي.
ښاغلي الهام زیاته کړه، چې د دغه پروګرام موخه د طالبالعلمانو او زدهکوونکو د پوهاوي کچې لوړول، د اصیل فرهنګ عامول او په ټولنه کې د ناوړه دودونو او رواجونو د تدریجي له منځه وړلو لپاره د زمینې برابرول دي.
دغه راز د سیمینار ګډونوال وویل: د دا ډول علمي او د عامه پوهاوي پروګرامونو جوړول کولای شي د زدهکوونکو او طالبالعلمانو د دیني او ټولنیز پوهاوي د کچې په لوړولو، د مسؤولیتپالنې د روحیې په پیاوړتیا او د دیني او ټولنیزو مسایلو د لا ښه پېژندنې په برخه کې اغېزمن تمام شي.
همدارنګه ګډونوالو د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له فعالیتونو څخه خوښي څرګنده کړه او غوښتنه یې وکړه چې په راتلونکي کې هم د ورته علمي او عامه پوهاوي سیمینارونو لړۍ دوام ومومي.
د سیمینار په پای کې ګډونوالو ته د یاد فرمان اړوند بروشورونه او سټیکرونه هم ووېشل شول.
۱۴۴۸/۴/۱۴ هـ ق
