زابل کې له قلم والو ځوانانو سره د همږغۍ ناسته ترسره شوه

د زابل ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت په چوکاټ کې له قلم والو ځوانانو سره د ځوانانو چارو آمر ملا عصمت الله شکیب آغا په مشرۍ د همږغۍ ناسته ترسره شوه.
په ياده ناسته کې د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د عامه اړیکو مسؤل عبدالقادر تکین، د پوهني ریاست تدریسي مرستیال مولوي محمد نسیم نصیر او ګڼو قلموالو ځوانانو شتون درلود.
د ځوانانو چارو آمر ملاعصمت الله شکیب آغا قلموال ځوانان خپلو مسؤلیتونو ته متوجه کړل او زیاته یې کړه؛ چې د رسنیز علم په لرلو سره باید ټول قلموال د ټولنې د اصلاح، عامه پوهاوي او پرمختګ لپاره کار وکړي، همداراز يې ځوانانو ته د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.
یو شمېر قلموالو ځوانانو د خپلو خبرو په ترڅ کي وویل: دوی د ټولنې او د خلکو د اړتیا په درک کولو سره متوجه دي او د خپلو قلمونو په وسیله غواړي دین، وطن او خلکو ته خدمت وکړي.
۱۴۴۶/۲/۳ ھ ق
۱۴۰۳/۵/۱۸ ھ ل