زابل کې (د ناوړه دودونو مخنیوی) په نوم د اخیستل شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې
د زابل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له لوري د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د فرمان (ناوړه دودونو مخنیوی) په نوم د ځوانانو ترمنځ څه موده وړاندې یوه سیالۍ ترسره شوې وه، چې پایلې یې د یوې غونډې په لړ کې اعلان شوې.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي رحمت الله حماد وويل: ناوړه دودونه ټولنه له ګڼو ستونزو سره مخ کوي او دغه سیالۍ هم د ناوړه دودونو مخنیوي په اړه د عامه پوهاوي کچې لوړولو په موخه ترسره شوه، ترڅو د ناوړه دودونو زیانونه روښانه او د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله دغه فرمان هم په ښه توګه عملي شي.
دغه راز د غونډې نورو ویناوالو هم ځوانانو ته په خطاب کې وویل: تاسو داسې موضوع کې ازموينه ورکړه، چې د حق او باطل تر منځ توپير بيانوي، دغه سیالۍ په پوره شفافه توګه ترسره شوې ده، ویناوالو زیاته کړه، چې د اسلامي امارت له بیا ځلې حاکمیت سره ډېر ناوړه دودونه ختم شوي، خو ټولنه کې د دغو دودونو په پوره توګه له منځه وړلو ته لا زیاتو ګډو هڅو ته اړتیا ده.
د یادونې وړ ده، چې د سیالۍ مخکښ ګډونوال په بېلابیلو ډالیو او ستاینلیکونو ونازول شول.
۱۴۴۷/۴/۱۳ هـ ق
