زابل کې د رسنییزو سرغړونو کمېټې ناسته ترسره شوه

wares_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۹ - ۲۲:۵۵
…

چهارشنبه ( ۲۰ د ذوالقعدې ۱۴۴۵) د زابل ولايت په اطلاعاتو او فرهنګ رياست کې د ياد رياست د رئيس مولوي رحمت الله حماد په مشرۍ د رسنيزو سرغړونو کميټې ناسته ترسره شوه، چې پکښې د ولايت مقام، د يو شمېر نورو امارتي ادارو وياندويانو، استازو او د يادې کميټې غړو هم ګډون کړی و.

ناسته کښې د رسنیو پر تخطیو او له مرکز څخه پر رالېږل شویو هدایاتو تفصیلي بحث وشو.

د کمېټې غړو غوښتنه وکړه، چي د سرغړونو د مخنیوي کمېټې دغه ډول ناستې باید دوامداره او زیات شي، ترڅو رسنیزې سرغړونې ژر په نښه او اړونده رسنیو ته په ګوته شي او په نتیجه کښي یې ټولې رسنۍ له سرغړونو څخه خوندي او د اسلامي امارت د پالیسۍ سره سم نشرات وړاندي کړي.

۱۴۰۳/۳/۹ هـ ل
۲۰۲۴/۵/۲۹ میلادي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۳۳
Background image

سرپل کې د امام‌ زاده یحیی بن زید شهید زیارت د احاطوي دېوال د جوړولو چارې پیل شوې

د سرپل ولایت اړوند د امام‌ زاده یحیی بن زید شهید زیارت د احاطوي دېوال د جوړولو چارې، چې ۷۰ متره اوږدوالی او ۲.۵ متره لوړوالی لري، د څه باندې ۳۰۰ زره افغانیو په ارزښت، د سرپل د اطلاعاتو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۳۱
Background image

فاریاب کې (د اسلامي نظام په ټینګښت او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو ریاست له لوري، د یو شمېر سیمه‌ ییزو ادارو د مسؤولینو په شتون کې ۲۵۰ تنو ځوانانو ته (د اسلامي نظام په ټینګښت او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د ده ‌سبز ولسوالۍ په ګڼو سیمو کې د ۱۷ مې ګڼې فرمان اړوند بینرونه نصب شول

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کابل ولایت په ده ‌سبز ولسوالۍ کې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷ مې ګڼې فرمان اړوند ګڼ شمېر بینرونه نصب شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسؤلینو په. . .

BACK TO NEWS