زابل کې د رسنيو تخطۍ کمېټې غونډه تر سره کړه
زابل ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست په مشرۍ د رسنیو تخطۍ کمېټې میاشتنۍ غونډه په داسې حال کې ترسره کړه، چې د اطلاعاتو او کلتور رئیس، د اطلاعاتو آمر، د ولایت مقام استازي، د استخباراتو او امنیه قومندانۍ ويانديانو حضور درلود.
په غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي رحمت الله حماد وویل: په دغه ولایت کې تر اوسه پورې کومې رسنۍ او خبریال د پام وړ تخطي نه ده کړې او تر ډېره يې هڅېه کړې ترڅو د اسلامي اصولو په پام کې نیولو سره خپل نشرات وکړي.
د ښاغلي حماد په خبره موږ هڅه کوو، چې خبریالان لا نور هم تشویق کړو.
د غونډې په پايی کې پرېکړه وشوه، چې د ولایت په سطحه به ټول خبرونه د تخطۍ د کمېټې تر نظر تېرېږي او بیا به له رسمي لارې خپرېږي، تر څو د رسنیزو د تخطیو مخنیوی په پوره توګه شوی وي.
۱۴۴۵/۴/۱۵ هـ ق
١٤٠٢/٨/٨ هـ ش
