د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين او مل پلاوي د ميدان وردګو ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د چارو څخه لیدنه وکړه

tawana_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۷ - ۱۰:۲
ertyu

چهار شنبه (۶ شعبان ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او ادارې چارو معين مولوي قدرت الله جمال، د مقام د دفتر رئيس مولوي احسان الله حسان، د معينیت مشاور مولوي واثق او د کارکوونکو چارو رئيس مولوي نقيب الله نعمان د يو رسمي سفر په ترڅ کې د ميدان وردګو ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د اداري چارو څخه لیدنه وکړه.
په پيل کې د ميدان وردګو ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي حبيب الله مجاهد د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د دوی په ورتګ خوښي وښوده او زياته يې کړه؛ د  اطلاعاتو او کلتور رياست چارې په ګرځندوی، ځوانانو او اطلاعاتي برخو کې په ښه او منظمه توګه روانې دي او کوښښ کوو چې په ټولو برخو کې په ځانګړي توګه د سیلانیانو لپاره آسانتياوې رامنځته کړو، د دې رياست په هلو ځلو مجاهد موزيم جوړ شوی دی، چې د تېر شل کلن جهاد بېلا بېل آثار پکښې ساتل کېږي، دا به د راتلونکي نسل لپاره د يو نه هېرېدونکي تاريخ په توګه پاتې شي او هڅه کوو چې هغه آثار چې په شل کلن سپيڅلي جهاد کې ترې استفاده شوې وي، دلته به يې د نوي نسل د نوي فکر جوړونې لپاره وساتو.
مولوي قدرت الله جمال د اطلاعاتو او کلتور رياست اداري چارې وکتلې او په اړوندو برخو کې يې مسؤلينو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
 ښاغلي جمال د خپلو خبرو پرمهال وویل: د اطلاعاتو او کلتور رياست بايد په ټولو برخو کې په ښه توګه خدمات وړاندي کړي، د رسنيو، ځوانانو او د اطلاع رسونې برخو کې دې د ټولو ادارو سره همږغي رامنځته کړي او ډاډ يې ورکړ، چې  ستونزو، وړانديزونو او غوښتنو ته به يې جدي پاملرنه کېږي.

۱۴۰۳/۱۱/۱۷ ل
۲۰۲۵/۲/۵ ز

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS