د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت پلاوي پروان ولایت ته سفر وکړ
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت سلاکار سعدالله اسد د یوه پلاوي په ملتیا پروان ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس مولوي شمسالحق صدیقي سره د نوموړي په کاري دفتر کې ولیدل.
په دې لیدنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست پر کاري چارو، د پروان ولایت پر تاریخي او سیاحتي سیمو او سیلانیانو ته د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په اړه خبرې وشوې.
د دغه سفر موخه د تاریخي او سیاحتي سیمو د وضعیت ارزونه، د سیلانیانو لپاره د لازمو اسانتیاوو برابرول او د ګرځندوی د ودې او پراختیا لپاره د عملي اقداماتو ترسره کول وو.
دغه راز پلاوي د جبل السراج له تاریخي ماڼۍ څخه هم لیدنه وکړه او هلته یې د جومات، رسټورانټ او کانټین د جوړولو لپاره مناسب ځایونه مشخص کړل، ترڅو هېوادوالو او سیلانیانو ته د لمانځه، ارام او نورو اړینو اسانتیاوو برابرولو زمینه برابره شي.
ښاغلي اسد وویل: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هڅه کوي، چې په نږدې راتلونکي کې په یادې ماڼۍ کې د لمانځه لپاره جومات، د ماشومانو لپاره د لوبو او ساعتېرۍ ځانګړی ځای، د والیبال میدان او همدارنګه د سیلانیانو لپاره رسټورانټ او کانټین جوړ شي.
۱۴۴۸/۵/۱۴ هـ ق
