د رسنیو، خبریالانو او حکومتي ادارو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د غونډو په تالار کې د افغانستان د ژورنالیستانو اتحادیې په نوښت د رسنیو، ژورنالیستانو او امارتي ادارو ترمنځ د همغږۍ غونډه جوړه شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس، مولوي ذبیحالله نوراني د امارت د رسنیزې پالیسۍ او له ژورنالیستانو سره د دوه اړخیز تعامل په اړه معلومات وړاندې کړل.
همدا راز د افغانستان د ژورنالیستانو اتحادیې رئیس حفیظ الله بارکزي د اتحادیې ولایتي مسؤلینو، د امارتي ادارو ویاندویانو او مسؤلینو هم د خپلو ویناوو پرمهال د ژورنالیستانو او امارتي ادارو د ویاندویانو ترمنځ د ګډې همکارۍ، ښو اړیکو او دوامدارې همغږۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.
د غونډې په دویمه برخه کې یو شمېر رسنیز کارکوونکي د ښو فعالیتونو او خدمتونو له امله په ستاینلیکونو ونازول شول.
د دې غونډې اساسي موخه د رسنیو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا، د معلوماتو د تبادلې لپاره د مناسبو لارو برابرول او د متقابلې همکارۍ او همغږۍ پراختیا وه.
١٤٤٨/٥/١٤ ه ق
