د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت پلاوي پروان ولایت ته سفر وکړ

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۳:۲۵
,,

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت سلاکار سعدالله اسد د یوه پلاوي په ملتیا پروان ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس مولوي شمس‌الحق صدیقي سره د نوموړي په کاري دفتر کې ولیدل.
په دې لیدنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست پر کاري چارو، د پروان ولایت پر تاریخي او سیاحتي سیمو او سیلانیانو ته د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په اړه خبرې وشوې.
د دغه سفر موخه د تاریخي او سیاحتي سیمو د وضعیت ارزونه، د سیلانیانو لپاره د لازمو اسانتیاوو برابرول او د ګرځندوی د ودې او پراختیا لپاره د عملي اقداماتو ترسره کول وو.
دغه راز پلاوي د جبل السراج له تاریخي ماڼۍ څخه هم لیدنه وکړه او هلته یې د جومات، رسټورانټ او کانټین د جوړولو لپاره مناسب ځایونه مشخص کړل، ترڅو هېوادوالو او سیلانیانو ته د لمانځه، ارام او نورو اړینو اسانتیاوو برابرولو زمینه برابره شي.
ښاغلي اسد وویل: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هڅه کوي، چې په نږدې راتلونکي کې په یادې ماڼۍ کې د لمانځه لپاره جومات، د ماشومانو لپاره د لوبو او ساعتېرۍ ځانګړی ځای، د والیبال میدان او همدارنګه د سیلانیانو لپاره رسټورانټ او کانټین جوړ شي. 

۱۴۴۸/۵/۱۴ هـ ق

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۳:۲۳
Background image

سفر هیأت معینیت گرځندوی، مالی و اداری به ولایت پروان 

سعدالله اسد مشاور معینیت گرځندوی، مالی و اداری وزارت اطلاعات و فرهنگ در رأس یک هیأت به ولایت پروان سفر کرد و با مولوی شمس الحق صدیقی رییس اطلاعات و فرهنگ آن ولایت دیدار نمود.
در این. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۱:۵۳
Background image

کار ترمیم اساسی بناهای تاریخی طاق بست و چاه بست در هلمند، ۴۵ درصد پیشرفت داشته است.

شیخ عبدالرحمن طیبی معین فرهنگ و هنر وزارت اطلاعات و فرهنگ در جریان بازدید از این پروژه، بر پیشبرد کارها مطابق معیارهای مسلکی مرمت و حفظ اصالت تاریخی این بناها تأکید کرد.
وی حفاظت از. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۰:۴۴
Background image

برگزاری نشست هماهنگی ادارات حکومتی، خبرنگاران و رسانه‌ها در ننگرهار

نشست هماهنگی میان ادارات حکومتی، خبرنگاران و مسوولان رسانه‌ها به نوآوری اتحادیه ژورنالیستان افغانستان در تالار ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت ننگرهار راه‌اندازی گردید.
مولوی ذبیح الله. . .

BACK TO NEWS