د کورنيو چارو وزارت پلاوي د نورستان اطلاعاتو او کلتور رئیس سره وکتل
د کورنيو چارو وزارت د صفر ۱۲ قطعې قومندان مولوي محب الله معاذ په مشرۍ يو پلاوي نورستان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولایت د اطلاعاتو او کلتور له رئیس مولوي سميع الحق حق بیان سره وکتل.
مولوي محب الله معاذ وویل: د سفر موخه یې د نورستان ولایت د لرغونو او تاریخي سیمو ساتنه ده، د تاریخي او لرغونو سیمو ساتنه ملي وجیبه ده، هڅه به وکړي، چې یادې سیمې له نژدې وګوري او د ساتنې لپاره ورته ځانګړې قطعه وګوماري.
د نورستان د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي سميع الحق حق بیان یاد پلاوي ته د نورستان د لرغونو او تاریخي سیمو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه؛ نورستان د افغانستان له هغو ځانګړو ولایتونو څخه دی، چې لرغونې تاریخي سیمې لري، د دغو سیمو ساتنه نه یوازې دې ولایت لپاره مهمه ده، بلکې د ټول هېواد د فرهنګي او تاریخي هویت د خوندي کولو په معنا ده.
۱۴۴۷/۲/۶ هـ ق
