د کندوز عامه کتابتون سره د سلګونه ټوکو کتابونو مرسته وشوه

tawana_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۴ - ۱۵:۳۶
سیبلا

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د عامه کتابتونونو رياست له لوري د کندز ولايت عامه کتابتون سره د سلګونه ټوکو کتابونو مرسته وشوه.
مرسته شويو کتابونو کې بېلابېل ديني، حقوقي، ټولنيز او معلوماتي کتابونه شامل دي، چې شمېر يې شاوخوا ۵۰۰ ټوکو ته رسيږي. 
د کندوز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ګل محمد الیاس د عامه کتابتونونو ریاست څخه د مرسته شویو کتابونو له امله د مننې ترڅنګ وویل: د اطلاعاتو او کلتور رياست د نورو فعاليتونو تر څنګ د کتاب لوستنې دود پیاوړتیا لپاره له بېلا بېلو لارو چارو کار اخلي او د لوستونکو لپاره يې د کتاب لوستلو منظم چاپېریال برابر کړی دی.
همدا راز د کندوز عامه کتابتون مدیر عبدالسلیم سروري وویل: د اسلامي امارت په راتلو سره د کتاب لوستنې مینوالو کې د پام وړ زياتوالی راغلی او هره ورځ له ۲۰ څخه تر ۳۰ تنو پورې لوستونکي کتابتون ته راځي او د خپلې خوښې کتابونه لولي.
د یادونې وړ ده، چې اوسمهال د کندوز اطلاعاتو او کلتور ریاست په چوکاټ کې درې عامه کتابتونونه شتون لري، چې له 16000 څخه ډېر کتابونه پکښې موجود دي.

۱۴۴۶/۷/۱۳ ق
۱۴۰۳/۱۰/۲۴ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS