د کندهار د کتاب پلورونکو اتحاديې مسؤلينو د اطلاعاتو او کلتور له رئیس سره وکتل
د کندهار ولايت د کتاب پلورونکو اتحاديې مسؤلينو د اطلاعاتو اوکلتور له رئيس مولوي انعام الله سمنګاني سره د نوموړي په کاري دفتر کې وکتل.
په دغه کتنه کي د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي انعام الله سمنګاني، د هنر او کلتور آمر عبدالشکور څپاند او د کتاب پلورونکو اتحاديې مسؤلينو ګډون کړی وو.
دوی د کتاب پلورونکو تر منځ پر همږغۍ، او د نورو ادارو سره د موجوده ستونزو پر حل هر اړخيزې خبرې وکړې.
چې د اطلاعاتو او کلتور رئيس ښاغلي سمنګاني له لوري په ټولو برخو کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
۱۴۴۶/۴/۴ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۱۶ هـ ل
