د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئیس د احمدشاهي حوض له رغنيزو چارو څخه ليدنه وکړه
تېره ورځ د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئیس انعام اللّٰه سمنګاني د هنر او کلتور د آمر عبدالشکور څپاند په ملتيا د احمدشاهي حوض رغنيزې چارې و ارزولې او په ځينو برخو کي ئې اړینې سپارښتنې هم وکړې.
د یادونې وړ ده، چې احمد شاهي حوض د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کي یو له تاریخي آبدو څخه دی، چې اوس مهال ئې رغنيزې چارې ۶۰ سلنه پای ته رسیدلي او پاتې کار به يې تر راتلونکې روژې میاشتې پورې بشپړې شي.
۱۴۴۵/۷/۲۵ ھ ق
۱۴۰۲/۱۱/۱۶ ھ ل
