د کندهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې له خبریالانو سره د همږغۍ ګډه ناسته ترسره شوه

wares_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۳ - ۱۹:۴۰
....

نن چهارشنبه ۱۴۴۴/۸/۱ه ق د کندهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د یاد ریاست رئیس مولوي نور احمد سعید په مشرۍ له خبريالانو سره د همږغۍ ګډه ناسته ترسره شوه، چې د امر باالمعروف رئیس مولوي عبدالرحمن طيبي، د ځينو دولتي ادارو وياندويانو، په کندهار کې د محلي، ملي او بهرنیو رسنیو استازو او خبریالانو هم ګډون درلود.
غونډې ته د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي نوراحمد سعید په خپلو خبرو کې خوښي وښوده، چې د همږغۍ غونډو ډېر مثبت اغېز کړی، له کله چې ورته غونډې شروع شوي، ورسره سم د خبريالانو ستونزې هم ختمي شوي دي او په بشپړه همږغۍ د دولتي ادارو سره خپلې چارې مخته بیايي.
ښاغلي سعيد خبريالانو ته ډاډ ورکړ، چې ډېر ژر به د رسنیزو تخطيو ګډه کمېټه هم جوړه شي، چې د خبریالانو او د رسنيو د استازو تر څنګ به یې د اړوند برخې مسئولين هم ګډون وال وي.
غونډه کې خبریالانو په خپلو خبرو کې خوښي څرګنده کړه، چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سره د همږغۍ غونډو جوړېدو سره یې ستونزې حل شوي دي، دوی ډاډ وړاندې کړ، چې د دندې پر مهال به د نظام، هيواد او ولس ګټې په پام کې نيسي.
په پای کې د امرباالمعروف رئیس مولوي عبدالرحمن طيبي له خبریالانو وغوښتل، چې د ولس ستونزې او شکايتونه دې ورسره شريکوي، نوموړي ډاډ وړاندې کړ، چې د ا.ا.ا. د پالیسۍ سره سم به د هر چا ږغ اورېدل کيږي.
ښاغلي طیبي خبريالانو ته د بشپړ همکارۍ ډاډ ورکړ او له هغوی څخه یې هم د همکارۍ غوښتنه وکړه.

۱۴۴۴/۸/۱ه،ق
۱۴۰۱/۱۲/۳ه،ش

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۳:۲۶
Background image

کاپیسا کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي کریم‌الله وثیق د رسنیو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۱۰
Background image

زابل کې د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

زابل کې څه موده وړاندې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان (چې په ټولنې کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه صادر شوی) د محتوا په اړه د زرو تنو ځوانانو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې وه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۵۰
Background image

کونړ کې لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او الصارم فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همکارۍ لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو.
ياد سيمينار چې د کونړ. . .

BACK TO NEWS