د کتاب دارۍ اساساتو د پیژندنې درې ورځنی پروګرام پیل شو

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۱:۳۳
...

سه شنبه ( ۱۴۴۷ربیع الاول ۲۳مه) د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند  دعامه کتابتونونو ریاست له لوري د خصوصي پوهنتونونو ریاست په همکارۍ د کتاب دارۍ اساساتو د پیژندنې په نوم د ۲۵ خصوصي پوهنتونونو د کتابتونونو د مسؤلينو ظرفیت لوړونې په موخه درې ورځنی روزنیز پروګرام د یاد ریاست په تالار کې پیل شو.
د عامه کتابتونونو ریاست مسؤلین وایي: په دې پروګرام کې د کتاب دارۍ د اساساتو، لړلیک لیکلو، درجه بندۍ، په کتابتونونو کې په کتابونو لیبل لګول، د کتاب دارۍ اخلاق او مسؤلیتونه تدرسیږي.
د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: د عامه کتابتونونو ریاست د مطالعې دود عامول، د کتابتونونو د کارکوونکو ظرفیت لوړول او د کتابتونونو د لا ښه تنظیم په پار هڅې کوي، دا مهال په ټول هېواد کې ۱۰۵ عامه دولتي کتابتونونه او لسګونه نور خصوصي کتابتونونه فعالیت کوي، نوموړي له ګډونوالو وغوښتل، چې له دغه روزنیز پروګرام څخه ښه استفاده وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند عامه کتابتونونو ریاست تر دې له مخه هم د کتابتونونو مسؤلينو ته شپږ ورځنی روزنیز سیمینار جوړ کړی و.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۱:۵۹
Background image

د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا رئیس نورستان ولایت ته سفر وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت اړوند د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا رئیس مولوي محمد صادق صداقت نورستان ولایت ته د رسمي په ترڅ  کې د دې ولایت له والي مولوي زین. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۷:۱
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین د ازبکستان له سفیر سره وکتل

شنبه ( ٢٦ د صفرالمظفر١٤٤٨) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت‌الله جمال په کابل کې د ازبکستان جمهوریت له سفیر اویبک عثمان‌اف سره وکتل.

په دې لیدنه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۵۸
Background image

فاریاب کې له ګڼ شمېر فرهنګیانو او لیکوالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د البرز علمي او فرهنګي ادارې په همغږۍ له ګڼ شمېر قلموال مبارزینو، د ټولنیزو شبکو فعالانو، ځوانانو او فرهنګي څېرو سره د همغږۍ د پیاوړتیا،. . .

BACK TO NEWS