د کتاب او کاغذ پلورونکو، خپرندوی ټولنو او مطبعو ستونزو ته د رسیدګۍ کميټې دوهمه ناسته ترسره شوه
د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د بیهقي کتاب خپرولو رياست کې د کتاب پلورونکو، خپرندوی ټولنو، مطبعو، کاغذ پلورونکو او توليدوونکو ستونزو ته د رسیدګۍ کميټې دومه ناسته د ياد رياست د رئيس مولوي عبدالعلیم ځانواک په مشرۍ ترسره شوه.
یاده ناسته کې د کتاب پلورونکو، خپرندوی ټولنو، مطبعو، کاغذ پلورونکو او توليدوونکو په ستونزو بحث او د نظرياتو تبادله وشوه، چې د کميټې د غړو له لوري د نظرياتو او بحثونو تر وړاندې کولو وروسته د کميټې مشر ډاډ ورکړ، چې د اسلامي امارت رهبري او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرندوی ټولنو، کتاب، کاغذ پلورونکو او مطبعو ستونزو ته د حل لارو پيدا کولو لپاره ژمن دي، تر څو په هره ممکنه لار د دوی ستونزو ته رسیدګي وکړي.
همدا راز په دې ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د رياست الوزراء عالي مقام د حکم د غوره تطبیق په موخه باید د هيواد ټولې خپرندوی ټولنې، کتاب او کاغذ پلورونکي، د کاغذ واردوونکي، توليدوونکي او مطبعې لومړی په رسمي ډول ثبت شي او ډيټا يې راتلونکې ناستې ته وړاندې شي.
ددې تر څنګ د کميټې په ناسته کې د خصوصي سکتور د تقويت، د بهر څخه د کاغذ واردولو برخه کې د ګمرکي محصول په معافیت، په بازار کې د کتابونو په پلور او قیمتونو کنټرول، د قرانکريم او کتابونو په صحافت، چاپ، ډيزاین او بسته بندۍ، په مطبعو کې د مسلکي او فني کارکوونکو په ګومارلو، بهرنيو بنسټونو سره د کتابونو د چاپ کولو په برخه کې د همږغۍ رامنځته کولو، بهر کې د کتابونو د چاپ په مخنيوي، خپرندوی ټولنو ته د ځانګړي کلتوري او نشراتي مارکيټ په جوړولو او نورو اړينو موضوعاتو بحث وشو.
یاده ناسته د دعايې په لوستلو سره پای ته ورسېده.
۱۴۴۶/۴/۱۱ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۲۳ هـ ل
