د کتاب اونۍ او نړیواله ورځ ولمانځل شوه

wares_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۱ - ۱۰:۵۴
....

تېره ورځ د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د عامه کتابتونونو د ریاست له لوري د کتاب نړیواله ورځ او د کتاب اونۍ د کابل په بابر بڼ کې ولمانځل شوه. 
چې په دې اړه جوړه شوې غونډه کې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسؤلینو، د بهرنیو چارو وزارت، د علومو اکاډمۍ، د ملي راډيو تلویزون، د کابل ښاروالۍ مسئولین او د ایران او ترکیې هېوادونو د سفارتونو فرهنګي اتشو ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې د عامه کتابتونونو رئیس قاري عبید الله حنیف خبرې وکړې، د کتاب د نړیوالې ورځې او د کتاب د اونۍ په اړه یې معلومات وړاندې کړ.
ورپسې  د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین عتیق الله عزیزي خبرې وکړې او ویې ویل، دا زموږ دنده ده چې د هیواد نوی نسل د کتاب لوستنې له فرهنګ سره عیار کړو او د کتاب لوستنې زمینه ورته برابره کړو، ښاغلي عزیزي زیاته کړه، چې نننۍ ټکنالوژۍ د کتاب لوستنې له برکته دومره پرمختګ کړی، باید د کتاب لوستنې مخه پرې ونه نیول شي.
همداراز په تیرو شلو کلونو کې زموږ عامه کتابتونونو د غني کېدو لپاره هیڅ کار ندی شوی، موږ په دې هڅه کې یو چې په ټولو ولایتونو کې عامه کتابتونونه غني کړو او پلان لرو چې د هیواد په ټولو هوایي ډګرونو او سرحدي ترمینلونو کې مجهزې کتاب خانې جوړې کړو. 
همدا راز د اطلاعاتو او کلتور وزرات د ګرځندوي مالي او اداري معین مولوي سعد الدین سعید وویل، چې د عالمانو او لیکوالانو هیڅ آثار باید له منځه لاړ نشي د چاپ لپاره یې باید زمینه برابره شي.
د غونډې په ترڅ کې د چارو ادارې، د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس مولوي محد اسحاق اخندزاده د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو معین مولوي حبیب الرحمن منصور، د کابل پوهنتون او علومو اکاډمۍ استادانو هم ویناوې وکړې.
د غونډې په پای کې د کتاب لوستنې لپاره د تیاتر یوه تمثیلي پارچه هم وړاندې شوه.

۱۴۴۴/۱۰/۲۱ هـ ق
۱۴۰۲/۲/۲۱ هـ ش

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۳۱
Background image

بادغیس کې د امارتي ادارو له ویاندویانو، خبریالانو او د رسنیو له مسوولینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د بادغیس اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د امارتي ادارو له ویاندویانو، خبریالانو او د رسنیو له مسوولینو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د اسلامي فرهنګ په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۲:۵
Background image

د عامه کتابتون تالارونه به د شپې تر لسو بجو پرانیستی وي

 د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم وایي، چې له دې وروسته به د عامه کتابتونون تالارونه د پوهې، څېړنې او مطالعې مینوالو پر مخ دشپې تر لسو بجو پرانیستی وي.
د ښاغلي صمیم په وینا؛. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۵۱
Background image

کاپیسا کې د نجراب او حصه اول کوهستان ولسوالیو د ښوونځیو نوښتګر زده کوونکي وستایل شول 

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د نجراب او حصه اول کوهستان ولسوالیو د خصوصي ښوونځیو نوښتګر زده کوونکي چې د ترنم، خطاطۍ، نقاشۍ او صنعتي وسایلو په برخو کې یې نوښتګر فعالیتونه. . .

BACK TO NEWS