د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه جوړه شوه

panah_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۵:۴
...

دوشنبه ( د ۱۴۴۷ محرم الحرام ۱۸مه) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو د معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د کمېسیون د نورو غړو په شتون کې جوړه شوه.
د غونډې په پيل کې د کمېسیون د تېرې غونډې راپور وړاندې شو او د کمېسيون لاسته راوړنې او فعالیتونه وارزول شول.
په غونډه کې د بېلابېلو کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې او هغه کتابونه چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو سر سم لیکل شوي وو، د چاپ اجازه یې ترلاسه کړه. 
همداراز د خپرندویانو لپاره د ځای ټاکلو، د کتاب د چاپ په برخه کې له خپرندویو ادارو او مطبعو سره همغږۍ او د کتاب د چاپ مالیې د معافیت په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د فرمان په اړه هم خبرې وشوې.
د غونډې په پای کې هغه شمېر کتابونه چې کمېسیون ته د ارزونې په موخه رالېږل شوي وو، د ارزونې لپاره د کمېسیون غړو ته وسپارل شول، تر څو راتلونکې غونډې ته يې راپور وړاندې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۸:۵۵
Background image

د خلکو فرهنګ

د خلکو فرهنګ ریاست له لوري په تېر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې د (ویژه‌نامه سمینار فرمان شماره ۱۷ امیرالمؤمنین (حفظه الله)، ویژه‌نامه فولکلور او ویژه‌نامه امام قتیبه بغلانی) د علمي، تخنیکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۸:۴۸
Background image

ملي آرشیف

د تیر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې ملي آرشیف د یوې نسب نامې ترڅنګ (۷۴۱) ټوکه کتابونه، (۲۳۲) خطونه، (۳۵۸) فرامین ډیجیټل کړې دي.
همدارنګه د (۸۳۰) ټوکو کتابونو، (۶۰) قطعې خطونه او (۴) فرامینو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۰
Background image

پکتیا کې د (پکتیا جرګه) په نوم یوې نوې خصوصي راډیو خپلې نشراتي چارې پیل کړې

د پکتیا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین وایي چې په مرکز ګردیز کې د (پکتیا جرګه) په نوم یوې نوې خصوصي راډیو د ۸۹.۱ ایف ایم څپو کې خپلې نشراتي چارې پیل کړې.
د مسؤلینو په وینا د اطلاعاتو او. . .

BACK TO NEWS