د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه جوړه شوه
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي ناسته د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د کمېسیون د نورو غړو په شتون کې جوړه شوه.
د غونډې په پيل کې د کمېسیون د تېرې غونډې راپور وړاندې شو او د کمېسيون لاسته راوړنې او فعالیتونه مثبت وارزول شول.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې او هغه کتابونه چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سم لیکل شوي وو، د چاپ اجازه یې ترلاسه کړه؛ همدارنګه د ۷۰ ټوکو بېلابېلو عنوانونو درلودونکو صادر شویو کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې.
همدارنګه په ناسته کې د لیکولانو ستونزې هم واورېدل شوې او د کتاب تقریظ په اړه بحث وشو.
د یادونې وړ ده، چې د غونډې په پای کې هغه ۱۳ ټوکه کتابونه چې کمېسیون ته د ارزونې په موخه رالېږل شوي وو، د ارزونې لپاره د کمېسیون غړو ته وسپارل شول، تر څو راتلونکې غونډې ته يې راپور وړاندې کړي.
۱۴۴۷/۳/۹ هـ ق
