د کتابونو د ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

tawana_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۲ - ۱۳:۵۴
rtyui

دوشنبه، د (۱۴۴۶ هـ ق کال د شعبان ۱۱مه) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو معینیت کې د کتابونو د ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه.  
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي، د باختر خبري آژانس رئیس ضیاءالحق حقمل او د کمېسیون نورو غړو ګډون کړی وو.
غونډه د قرآن عظیم الشان په آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي د تېرې غونډې لاس ته راوړنو او فعالیتونو په اړه خبرې وکړې.  
په دې غونډه کې د ولایتونو څخه د ولایتي کمیټو لخوا راټول شوي کتابونو او هغو کتابونو په اړه پرېکړې وشوې چې کمېسیون ته سپارل شوي وو او هغه کتابونه چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سمون درلود، د چاپ اجازه ورکړل شوه.
د غونډې په پای کې هغه کتابونه چې کمېسیون ته د ارزونې لپاره رالیږل شوي وو، د کمېسیون غړو ته د ارزونې او څېړنې لپاره ووېشل شول، ترڅو په راتلونکې غونډه کې د دې کتابونو راپور وړاندې کړي.

۲۰۲۵/۲/۱۰ زېږدیز 
۱۴۰۳/۱۱/۲۲ ه‍ ل

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۵:۰
Background image

د لرغون پېژندنې کمېټې ناسته  وشوه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغون پيژندنې کمېټې ناسته د لرغون پېژندنې رياست د رئيس سيد ذبیح‌الله سادات په مشرۍ په ياد رياست کې ترسره شوه.
په دې ناسته کې د کابل، پروان، جوزجان، هرات،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د خپرونو چارو معین د یوناما د عامه اړیکو د څانګې له سرپرستې سره وکتل

سه شنبه( ۱۲ د محرم الحرام ۱۴۴۷) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د سیاسي استازولۍ یوناما د عامه اړیکو د څانګې له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۱:۲۴
Background image

غور کې له محلي رسنیو سره د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه ‌الله تعالی د ۱۷ مې ګڼې فرمان د انعکاس په موخه د همغږۍ ناسته وشوه

د غور ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلينو له خبریالانو او د محلي رسنیو له مسؤلینو سره د عالیقدر اميرالمؤمنیين حفظه الله تعالی د ۱۷ مې ګڼې فرمان د موضوعاتو د انعکاس په موخه د همغږۍ. . .

BACK TO NEWS