د کتابونو ارزونې کميسيون نوبتي غونډه ترسره شوه
دوشنبه ( ۲۵د رجب ۱۴۴۵) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معينيت په مقام کې د یاد معينيت د معين ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د کتابونو ارزونې کمېسيون نوبتي غونډه ترسره شوه.
غونډه کې د نشراتو د معين ښاغلي مهاجر فراهي سربېره د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکايتونو اورېدو وزارت، د پوهنې وزارت، د علومو اکاډمۍ، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، خپرندويه ټولنو استازيو، د بیهقي کتاب خپرولو رياست رئيس، د کاپي رائټ آمر او د کمېسيون نورو غړو هم ګډون درلود.
غونډه د قرانکريم د مبارکو آياتونو په تلاوت سره پيل شوه، ورپسې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معين ښاغلي مهاجر فراهي د کتابونو د ارزونې کمېسيون د طرزالعمل په اړه خبرې وکړې، همدا ډول نوموړي د ياد کمېسيون کړنې مثبتې وارزولې.
د غونډې په جريان کې د تېرې غونډې په تعقيب د هغو کتابونو ارزيابي ترسره شوه چې د کمېسيون د غړو ترمنځ د ارزيابۍ او مطالعې په موخه ويشل شوي وو، هغه شمېر کتابونو ته چې محتوی يې د اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سمه وه، د چاپ اجازه او هغه شمېر کتابونه چې محتوی يې د اسلامي او افغاني ارزښتونو سره په مخالفت کې وه د چاپ اجازه ورنه کړل شوه، تر څنګ يې يو شمېر کتابونه د کره کتنې په موخه د کره کتنې مرکزي کمېټې ته واستول شول او يو شمېر ژباړل شوي کتابونه د اصل کتاب سره د بيا کتنې په موخه د بيهقي کتاب خپرولو رياست ته واستول شول.
همدا ډول د تېرې اونۍ په ترڅ کې راوړل شوي کتابونه د کمېسيون د غړو ترمنځ د ارزيابۍ او مطالعې په موخه وويشل شول.
غونډه د دعا په ويلو سره پای ته ورسېده.
