د کاپیسا ولایت اړوند د موري خم‌زرګر لرغونې سیمې دوو لرغونو ساحو په اساسي توګه حفاظتي چارې ترسره شوې او په دغو ساحو کې درې قلمه لرغونو اثارو وموندل شول

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۰:۳۶
...

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغون پېژندنې ریاست مسلکي پلاوي کاپیسا ولایت ته د رسمي سفر په ترڅ کې د موري خم‌زرګر د لرغونې سیمې دوو هغو برخو، چې د ۱۳۹۸ او ۱۳۹۹ لمریز کلونو په ترڅ کې په علمي ډول پکې کیندنې شوې وې، اوس د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په مالي ملاتړ د یادو ساحو حفاظتي چارې ترسره شوې، په دغو ساحو کې د عاليقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د (د لرغونو سیمو ساتنه او مدیریت) فرمان پراساس لازم اقدامات ترسره شول، چې د پاک‌کارۍ فعالیتونو پر مهال درې ډوله ډبرین او سفالي لرغوني اثار هم پکې وموندل شول او له ثبت او مستندسازۍ وروسته، یو اثر یې په کابل کې د افغانستان ملي موزیم او دوه نور یې د کاپیسا ولایت سیمه‌ییز موزیم ته انتقال او وسپارل شول. 

د ترسره شویو کیندنو او د لرغونپوهنې څېړنو د پایلو پر اساس، موري خم‌زرګر د افغانستان له مهمو تاریخي سیمو څخه ګڼل کېږي، چې له دې سیمې څخه ګڼ شمېر نور ارزښتمن منقول او غیرمنقول اثار هم موندل شوي دي.

د لرغون پېژندې رئیس سید ذبیح‌الله سادات د دغه پروګرام له پلي کېدو څخه د خوښی څرګندولو ترڅنګ د مسلکي پلاوي له هڅو او د سیمې د اوسېدونکو له همکارۍ څخه مننه وکړه او په ټول هېواد کې یې له ګواښ سره مخ لرغونو سیمو د ساتنې او بیارغونې د پروګرامونو پر دوام ټینګار وکړ.

نوموړي زیاته کړه، چې د هېواد د فرهنګي میراثونو ساتنه او پالنه، سربېره پر دې چې د افغانستان د تاریخي او تمدني هویت د خوندي کولو لامل کېږي، کولای شي د سیمې د یو شمېر اړمنو کورنیو لپاره د کاري زمینې او اقتصادي وضعیت د ښه کېدو زمینه هم برابره کړي.

۱۴۴۸/۲/۲۶ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۳۹
Background image

د غور د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست عامه کتابتون او محلي موزیم تجهیز شول

د غور ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست عامه کتابتون او محلي موزیم د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې (ټیکا) له لوري تجهیز او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۳۶
Background image

د جوزجان د جهادي اثارو د ساتنې مدیریت ته د جهاد له دورې څخه پاتې شوی یو اثر وسپارل شو.

د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د جهادي اثارو د ساتنې عمومي مدیریت ته د دې ولایت د یوه تن مجاهد عتیق‌الله سلطاني له لوري د ده د پلار شهید تورن امرالله سلطاني موټرسایکل چې د شل کلن. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۳۳
Background image

د سیرت النبي (ﷺ) په اړه د تقریري سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د خوست ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او الکوثر فکري او فرهنګي ادارې په ګډو همکاریو د اسماعیل‌خېلو او مندوزیو ولسوالۍ اړوند د جامع دارالعلوم ابن عباس (رضي الله عنه) مدرسه کې د سیرت. . .

BACK TO NEWS