د کاپیسا د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته څو قلمه تاریخي او کلتوري آثار وسپارل شول

tawana_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۰:۵۹
یی

کاپیسا ولایت کې څلور قلمه تاریخي او کلتوري آثار چې د امنیتي ځواکونو په هڅو سره په مختلفو سیمو کې کشف شوي وو او د قاچاق مخه یې نیول شوې وه، په رسمي توګه د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي کریم الله وثیق او یو شمېر نورو ادارو مسؤلینو په حضور کې د کاپیسا د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته وسپارل شول.  
د اطلاعاتو او کلتور رئیس د استخباراتو ریاست څخه د آثارو د قاچاق د مخنیوي له امله مننه وکړه او وویل: "د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان مطابق، د فرهنګي آثارو ساتنه، پالنه، څارنه او بیارغونه د اطلاعاتو او کلتور مسؤولیت دی."  
ښاغلي وثیق زیاته کړه: "هغه آثار چې ترلاسه شوي، زیاتره د بودېزم دورې پورې اړوند دي چې ۲ څخه تر ۴ میلادي پېړۍ  پورې لرغونتوب لري او دا د کاپیسا محلي موزیم ته د ارزښت زیاتوالی ورکوي."

۱۴۴۶/۸/۲۰ هجري سپوږمیز
۱۴۰۳/۱۲/۱ هـجري لمریز

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۵:۵۴
Background image

د اطلاعاتو او کلتور رئيس د خُم‌ زرګر سیمې له مشرانو سره وکتل

د کاپیسا ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي کریم‌الله وثیق د حصه اول کوهستان ولسوالۍ اړوند د خُم‌ زرګر سیمې له یو شمېر مشرانو سره په خپل کاري دفتر کې د تاریخي آثارو د ساتنې او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۹:۲۱
Background image

نورستان کې د سیلانیانو لپاره د جوړیدونکي هوټل له چارو څخه څارنه وشوه

د نورستان د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي سميع الحق حق ‌بیان په مرکز پارون کې د سیلانیانو لپاره د جوړیدونکي هوټل د رغنيزو چارو څارنه وکړه، نوموړي د یاد هوټل چارې وڅارلې او د ساختماني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۱۰:۳۵
Background image

د اطلاعاتو او کلتور رئیس تورخم کې د اطلاعاتو او عامه پوهاوي چارې وڅېړلې

د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ذبیح‌الله نوراني د تورخم عمري کمپ ته په سفر کې د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې او اړوند مدیریت فعالیتونه وڅېړل.
د ارزونې پر مهال د یادې. . .

BACK TO NEWS