د کاپیسا د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته څو قلمه تاریخي او کلتوري آثار وسپارل شول

کاپیسا ولایت کې څلور قلمه تاریخي او کلتوري آثار چې د امنیتي ځواکونو په هڅو سره په مختلفو سیمو کې کشف شوي وو او د قاچاق مخه یې نیول شوې وه، په رسمي توګه د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي کریم الله وثیق او یو شمېر نورو ادارو مسؤلینو په حضور کې د کاپیسا د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته وسپارل شول.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس د استخباراتو ریاست څخه د آثارو د قاچاق د مخنیوي له امله مننه وکړه او وویل: "د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان مطابق، د فرهنګي آثارو ساتنه، پالنه، څارنه او بیارغونه د اطلاعاتو او کلتور مسؤولیت دی."
ښاغلي وثیق زیاته کړه: "هغه آثار چې ترلاسه شوي، زیاتره د بودېزم دورې پورې اړوند دي چې ۲ څخه تر ۴ میلادي پېړۍ پورې لرغونتوب لري او دا د کاپیسا محلي موزیم ته د ارزښت زیاتوالی ورکوي."
۱۴۴۶/۸/۲۰ هجري سپوږمیز
۱۴۰۳/۱۲/۱ هـجري لمریز