د کابل ژورنالېزم او افغان تکنالوژۍ انسټیټیوټ زده کړیالانو لپاره یو میاشتنی عملي او نظري روزنیز پروګرام پای ته ورسېد

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۲:۶
...

یکشنبه ( ۱۴۴۷ د جمادي الاول ۲۵مه) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معینیت اړوند د کارکوونکو چارو ریاست د ادارې د پراختیا او ظرفیت لوړونې آمریت له لوري د کابل ژورنالېزم انسټیټیوټ ۳۱ تنو زده کړیالانو او د افغان ټکنالوژۍ انسټیټوټ ۷ تنو زده کړیالانو لپاره د کار زده کړې نظري او عملي یو میاشتنی پروګرام پیل شوی و، چې نن یاد پروګرام پای ته ورسېد او زده کړیالانو ته د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت‌ الله جمال او د کارکوونکو چارو رئیس مولوي نقیب ‌الله نعمان په شتون کې د فراغت تصدیق پاڼې ورکړل شوې.
د دې یو میاشتني پروګرام په ترڅ کې زده کړیالانو ته د اطلاعاتو او کلتور وزارت تاریخچه، لیدلوری، مأموریت، اداري جوړښت، مدیریت، خبر، راپور اداري مکتوبونه او نورو اړینو موضوعاتو په اړه په نظري او عملي ډول معلومات ورکړل شول.
د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت‌ الله جمال زده کړیالانو ته د فراغت تصدیق پاڼو د ورکړې پر مهال وویل: د هېواد ځوانان د عصري علومو تر څنګ په دیني علومو هم ښه برلاسي دي. نوموړي په اخلاص، یووالي، دقت، تحقیق، قوي ارادې، صداقت او د وخت نه ضایع کولو په اړه ټینګار وکړ او له زده کړیالانو څخه یې وغوښتل، چې خپلې زده‌ کړې د مثبتو چارو لپاره وکاروي او خپل هېواد او کورنیو ته خدمت وکړي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د کابل ژورنالېزم او د افغان ټکنالوژۍ انسټیټیوټ زده کړیالانو ته ورته روزنیز پروګرامونه ترسره شوي دي.

۱۴۰۴/۸/۲۵ هـ ش

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۵۹
Background image

سالنګ ولسوالۍ کې د سیرت النبي(ﷺ) کتاب لوستنې سیالۍ پایلې اعلان شوې

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او همکارو ادارو په همکارۍ چې په سالنګ ولسوالۍ کې د ۸۰۰ تنو زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي(ﷺ) کتاب لوستنې سیالۍ ترسره شوې وه، پایلې يې اعلان او مخکښ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۵۶
Background image

سرپل کې د کتاب او کتاب‌لوستنې د اوونۍ په مناسبت د کتابونو نندارتون جوړ شو

د سرپل اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کتاب او کتاب‌لوستنې د اوونۍ د لمانځنې په مناسبت د کتابونو نندارتون جوړ شو، چې پکې ګڼ شمېر فرهنګيانو، د مطالعې مینه‌والو او ځوانانو ګډون  کړی و.
. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۴۰
Background image

د ټوریزم او هوټلدارۍ انسټیټیوټ او جرګه رسټورانټ ترمنځ د هوکړه لیک ترڅنګ زده کړیالانو یاد رسټورانټ ته علمي سفر وکړ

چهارشنبه د (۱۴۴۷ هـ ق د ذوالقعدې ۱۹مه) نېټه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت تر چتر لاندې د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا ریاست اړوند د ټوریزم او هوټلدارۍ. . .

BACK TO NEWS