د څلور لارو او واټونو نومونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

سه شنبه ( ۱۹ د شعبان ۱۴۴۶) د هېواد د مقدسو ځایونو، واټونو او څلورلارو د نومونې کمېسیون د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي په مشرۍ خپله نوبتي غونډه ترسره کړه.
په غونډه کې د هغو ۶ څلورلارو چې د سرپل ولایت د مقام له لوري يې د نومونو بدلولو غوښتنه شوې وه، د نومونو پرېکړه وکړه چې د الماس څلورلارې د فرهنګ په نوم، د امور زنان څلورلارې د استقلال په نوم، د آفردي څلورلارې د مطبوعاتو په نوم، د نظرګاه څلورلارې د وحدت په نوم و نومول شوي.
همدا راز د کندز ولایت د عیدي زاده ښارګوټې د مالک په غوښتنه یاد ښارګوټي ته د امام بخاري رح نوم ورکړل شو، د کمېسیون غړو پریکړه وکړه، چې که چیرې د یاد ښارګوټي حقوقي، املاکي او استملاکي اسنادو کې ستونزه نه پیدا کیږي، د عیدي زاده ښارګوټي څخه د امام بخاري رحمه الله په نوم تائیده ده.
په غونډه کې د یادو ولایتونو ترڅنګ د کابل او بدخشان خلکو پر عرض پاڼو هم نظرونه وړاندې شوه.
۱۴۰۳/۱۱/۳۰ ل
۲۰۲۵/۲/۱۸ ز