د څرخي پله بند خونې له بندیانو څخه د سيرت نبي او اسلامي تاريخ سيالۍ د اخیستل شوې آزموینې پایلې اعلان شوې

tawana_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۸ - ۹:۳۲
سیبلا

د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د بیهقي کتاب خپرولو رياست او زندانونو چارو د سمون ادارې په همکارۍ د څرخي پله بند خونې له ۴۵۰ تنه بندیانو څخه د سيرت نبي او اسلامي تاريخ سيالۍ د اخیستل شوې آزموینې پایلې اعلان او ۱۵ تنه مخکښ ګډونوال یې وستایل شول.
په پیل کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي وويل: بندخونې په اوس وخت کې د بنديانو لپاره د زده کړو په مرکزونو بدل شوي دي چې دوی ته پکې ديني، عصري او حرفوي زده کړې ورکول کېږي، زندانیان باید له خپل وخت څخه د علم، حرفوي او ديني زده کړو په برخه کې ګټه واخلي؛ همدارنګه ښاغلي مهاجر فراهي وویل چې اوس د پخوا په څېر بنديان د ستونزو سره مخامخ نه دي او هغوی ته خپل حقوق ورکول کېږي.

ورپسې د بند خونو چارو د سمون ادارې د تعليم، تجديد او تربیې رئيس مولوي نظر محمد ناصري وويل: بندیانو ته د اسلامي نظام غوښتنو سره سم په بندخونو کې دننه عقيدتي خدمتونه، عصري او حرفوي زده کړې او ورزشي خدمتونه وړاندې کېږي، تر څو بندیان ور څخه برخمن شي؛ همدا راز بندیانو ته د اطلاعاتو او کلتور وزارت د بیهقي کتاب خپرولو رياست له لوري تاسې ته د مطالعې زمينه برابره شوې ده، چې راتلونکي کې د ټولو بندیانو لپاره د تفسير، ديني او عقيدتي زده کړو زمینه د روژې په مبارکه میاشت کې هم پیل کېږي. 

د بیهقي کتاب خپرولو رياست د قرآن کريم د ليکلو آمر مولوي عزت الله عابد وويل: د نبوي سيرت مطالعه د انسان فکري، عقيدتي او د ژوند د بېلابېلو برخو په رغولو کې حياتي رول لري، باید هر انسان یې په اړه معلومات ترلاسه کړي او په ژوند کې یې عملي کړي.
د یادونې وړ ده چې پر افغانستان د اسلامي امارت د بیا ځلې واکمنۍ را پدیخوا د هېواد ټولې بند خونې  په ښوونیزو مرکزونو بدله شوې دي، چې بنديان به ور څخه خپلو کورونو ته په ديني، عقيدتي، حرفوي او عصري زده کړو سمبال ستانه کېږي.

۱۴۴۶/۸/۲۷ هـ .س
۱۴۰۳/۱۲/۸ هـ . ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۲:۳۷
Background image

لغمان کې ۷۰ تنه زده کوونکي د انګلیسي او کمپیوټر له زدکړو څخه فارغ شول

د لغمان اطلاعاتو او کلتور ریاست ښونیز مرکز د څلورمې دورې څخه ۷۰ تنه زده کوونکي د انګلیسي او کمپیوټر له ابتدایي زده کړو څخه فارغ شول.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي وویل،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۵۴
Background image

د هېواد په ټولو ولایتونو کې د امیرالمومنین حفظه الله اختریز پیغامونه وویشل شول او رسنیو سره د اختریزو خپرونو جوړولو په اړه ناستې وشوې

د هېواد په ټولو ولایتونو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو له لوري د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله اختریز پیغامونه په ملکي، نظامي ادارو او عامو خلکو د ویشلو ترڅنګ د رسنیو له استازو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۷
Background image

بادغیس کې د امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو، د رسنیو له استازو او یوټیوب چینلونو له چلوونکو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ښې همغږۍ، اسلامي او ټولنیز ارزښتونو د لاپیاوړتیا په موخه د امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو، د رسنیو له استازو، خبریالانو او یوټیوب چینلونو له. . .

BACK TO NEWS