د ځوانانو چارو معین په بامیانو کې"د ځوانانو د روښانه راتلونکي فرصتونه" سیمینار کې ګډون وکړ
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین قاري محمد یونس راشد بامیانو ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ځوانانو د روښانه راتلونکي فرصتونو سیمینار کې کډون وکړ.
یاد سیمینار چې د بامیانو ولایت د غلغله هوټل د غونډو په تالار کې جوړ شوي و، د یاد ولایت والي مولوي عبد الله سرحدي، د اطلاعاتو او کلتور ریاست رئيس ښاغلي رائد او د ګڼو دولتي او خصوصي پوهنتونو محصلینو او ځوانانو پکې ګډون کړی و.
په یاده غونده کې، ښاغلي سرحدي د ځوانانو چارو معین څخه ځانګړې مننه وکړه، چې دغه ولایت ته راغلی او د نورو ولایاتو تر څنګ یې نن دلته د ځوانانو لپاره غونډه جوړه کړې ده.
ورپسې د ځوانانو چارو معین قاري محمد یونس راشد په خپلو خبرو کې وویل: ځوانان د یوې ټولنې د ملا د تیر حیثیت لري، ځوانانو ته په کار ده چې خپل قیمتي وخت عبث تېر نه کړي، د هېواد آبادۍ ته فکر وکړي.
د سیمینار په پاي کې د ځوانانو او معین صاحب تر منځ آزاد بحث او مناظره د ځوانانو د مشکلاتو او اندېښنو د حل په موخه ترسره شوه او د ځوانانو سره یې د شته ستونزو د حل ژمنه وکړه.
۱۴۴۵/۱/۱۷ هـ ق
۱۴۰۲/۵/۱۲ هـ ش
